إعدادات العرض
مسلمانې ښځې ته روا نه دی چې د یوې شپې په اندازه له خپل نارینه محرم پرته سفر وکړي
مسلمانې ښځې ته روا نه دی چې د یوې شپې په اندازه له خپل نارینه محرم پرته سفر وکړي
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «مسلمانې ښځې ته روا نه دی چې د یوې شپې په اندازه له خپل نارینه محرم پرته سفر وکړي».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Hausa Português Kurdî සිංහල Kiswahili Tiếng Việt অসমীয়া ગુજરાતી Nederlands മലയാളം Română Magyar ქართული Moore ಕನ್ನಡ Svenska Македонски ไทย Українська తెలుగు मराठी ਪੰਜਾਬੀ دری አማርኛ Malagasyالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم واضح کړه چې پر مسلمانې ښځې د یوې شپې په اندازه سفر له خپل نارینه محرم پرته حرام دی.فوائد الحديث
ابن حجر ویلي: د ښځې لپاره له محرم پرته د سفر کولو په ناروا والي اجماع ده، البته له حج او عمرې پرته او یا دا چې د شرک له هېواده وځي، خو ځینو د حج لپاره هم دا شرط ټاکلی دی.
د اسلام شریعت بشپړتیا او د ښځې پر حفاظت او ملاتړ یې ټینګار.
په الله تعالی او د آخرت په ورځې ایمان د الله شریعت ته غاړه اېښودل او له حدودو سره یې ودرېدل لازمي کوي.
د ښځې محرم د هغې مېړه یا هغه څوک دی چې دا پرې د تل لپاره د قرابت، رضاعت او یا نکاح له امله حرامه وي، پداسې حال کې چې هغه مسلمان بالغ، عاقل، باوري، او امانتدار وي، ځکه چې له محرم څخه موخه د هغې ملاتړ، ساتنه او د هغې چارو ته پاملرنه ده.
بیهقي د هغو روایتونو په اړه ویلي چې له محرم پرته د ښځې لپاره د سفر کولو موده بیانوي: حاصل دا چې ښځه له خاوند او محرم پرته له هر هغه څه نه منع شوې چې سفر بلل کېږي، برابره خبره ده که هغه که درې ورځې وي، یا دوه ورځې او یا هم یوه ورځ او یا د یو برید (۲۲ کیلو متر مربع) په اندازه وي او داسې نور؛ د ابن عباس د مطلق روایت له امله چې د مسلم له مخکنیو روایتونو څخه وروستی دی (چې وایې) {لا تسافر امرأة إلا مع ذي محرم} یعنې ښځه به له محرم پرته سفر نه کوي، نو دا حدیث هر هغه څه ته شامل دی چې سفر ګڼل کېږي. خبره یې پای ته ورسېده، دا حدیث د پوښتونکي او د هغه وضعیت او د اوسېدو ځای ته په لیدو پورې اړه لري.