د رسول الله صلی الله علیه وسلم تلبیه وه: «لَبَّيْكَ اللهُمَّ، لَبَّيْكَ، لَبَّيْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ، إِنَّ الْحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَكَ وَالْمُلْكَ لَا…

د رسول الله صلی الله علیه وسلم تلبیه وه: «لَبَّيْكَ اللهُمَّ، لَبَّيْكَ، لَبَّيْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ، إِنَّ الْحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَكَ وَالْمُلْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ

له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې: د رسول الله صلی الله علیه وسلم تلبیه وه: «لَبَّيْكَ اللهُمَّ، لَبَّيْكَ، لَبَّيْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ، إِنَّ الْحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَكَ وَالْمُلْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ» «زه حاضر یم اې لویه څښتنه! زه حاضر یم تا لره هېڅ شریک نشته، زه حاضر یم، یقینا چې ټول تعریفونه او نعمتونه تا لره دي او پاچاهي تا لره ده، تا لره هېڅ شریک نشته». وایي: او عبد الله بن عمر رضي الله عنهما به پکې دا الفاظ زیاتول: لَبَّيْكَ لَبَّيْكَ، وَسَعْدَيْكَ، وَالْخَيْرُ بِيَدَيْكَ، لَبَّيْكَ وَالرَّغْبَاءُ إِلَيْكَ وَالْعَمَلُ. زه حاضر یم، زه حاضر یم، د خوښۍ د پاسه خوښ یم، ښېګڼې ستا په لاسو کې دي، زه حاضر یم، سوال ستا څخه کېږي او عمل تاته کېږي.

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله د حج او یا عمرې په مناسکو کې داخلېده نو تلبیه یې داسې وه چې ویل به یې: (لبيك اللهم لبيك) تاته د حاضرېدو پسې په ټېنګه هغې بلنې ته حاضر یم چې تا د اخلاص، توحید، حج او داسې نورو لپاره راکړې ده، (حاضر یم، تالره شریک نشته، حاضر یم) نو ته یوازې د عبادت مستحق یې، تا لره ستا په ربوبیت، ستا په الوهیت او ستا په اسماوو او صفتونو کې شریک نشته، (یقینا چې ستاینه) شکر او ثناء (او نعمت) ستا لخوا دي او ته یې ورکوونکی یې (تالره) په هر حال کې شکر اېستل کېږي، (او پادشاهي) همدارنګه تا لره ده، (تا لره شریک نشته) نو هر څه یوازې تا لره دي. او ابن عمر رضي الله عنهما به پکې دا (الفاظ) زیاتول: (لبيك لبيك وسعديك) له خوښۍ پسې خوښي را په برخه کړه، (والخير بيديك) ټول خېر ستا په لاسو کې دی او ستا لخوا دی، (لبيك والرغباء إليك) غوښتنه او سوال له هغه چا کېږي چې په لاس کې یې خېر وي (والعمل) او عمل ستا لپاره دی، نو ته د عبادت مستحق یې.

فوائد الحديث

په حج او عمره کې د تلبیې مشروعیت او پرې زیات ټینګار؛ ځکه چې دا یې خاص شُعار دی، لکه تکبیر چې د لمانځه لپاره شُعار دی.

ابن المنیر فرمایلي: د تلبیې په مشروعیت کې د الله تعالی درناوي ته د بنده پاملرنه ده چې د ده درناوی یې کړی دی، ځکه چې کور ته یې ورتګ یوازې د هغه پاک ذات په بلنې سره کېږي.

غوره دا ده چې د رسول الله ﷺ تلبیه (لبیک اللهم لبیک) ته دوام ورکړل شي، او زیاتوالی پکې باک نه لري، ځکه چې رسول الله ﷺ تأیید کړی دی، ابن حجر رحمه الله وايي: دا تر ټولو عادلانه نظر دی، نو هغه الفاظ چې له رسول الله ﷺ څخه په مرفوع ډول روایت شوي دي باید جلا وویل شي، او که څوک وغواړي چې هغه الفاظ ووايي چې موقوف دي (یعنې د صحابه ویناوي دي) یا له خپل ځان څخه داسې تلبیه جوړوي چې له ادب او شریعت سره مناسبه وي، نو ځانته دې ووايي، تر څو له مرفوعو روایتونو سره ګډه نه شي، دا کار د تشهد پر مهال د دعا حالت ته ورته دی، ځکه چې هلته هم ویل شوي: «بیا دې له دعا او ثنا څخه هر څه چې وغواړي، انتخاب کړي»؛ یعنې وروسته له هغه چې له مرفوعو الفاظو څخه فارغ شي.

د سړیو په حق کې تلبیه په لوړ آواز ویل مستحب دی، او ښځینه به یې د فتنې له وجې په ټیت غږ وایي.

التصنيفات

د احرام حکمونه