إعدادات العرض
?لَا يَدْخُلُ الْجَنَّةَ قَاطِعُ رَحِمٍ». « خپلوي پرې کوونکی به جنت ته داخل نه شي
?لَا يَدْخُلُ الْجَنَّةَ قَاطِعُ رَحِمٍ». « خپلوي پرې کوونکی به جنت ته داخل نه شي
له جبیر به مطعم رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرماییل یې: «لَا يَدْخُلُ الْجَنَّةَ قَاطِعُ رَحِمٍ». « خپلوي پرې کوونکی به جنت ته داخل نه شي».
[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]
الترجمة
عربي বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili မြန်မာ Deutsch 日本語 অসমীয়া Shqip Svenska cs ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands ئۇيغۇرچە සිංහල தமிழ் ไทย دری ff hu kn Кыргызча Lietuvių or ro rw so sr uz mos नेपालीالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې څوک د خپلوانو سره پرېکون کوي او د هغوی واجب حقونه نه ادا کوي، یا یې ازار کړي او بد چلند ورسره وکړي، نو هغه د دې مستحق دی چې جنت ته داخل نه شي.فوائد الحديث
خپلوي پرې کول له کبیره ګناهونو څخه یوه ګناه ده.
خپلوي پالل له دود سره سم کیږي، ځکه چې ځایونو، وختونو او خلکو ته په لیدو سره توپیر لري.
خپلوي پالل په تګ او راتګ، صدقې، نیکۍ کولو، د ناروغ پوښتنې کولو، هغوی ته په نیکۍ امر کولو او له بدیو څخه په منع کولو او داسې نورو کارونو تر سره کیږي.
خپلوي پرې کول چې څومره له نږدې خپلوانو سره وي همغومره یې ګناه سخته ده.