?مَا نَقَصَتْ صَدَقَةٌ مِنْ مَالٍ، وَمَا زَادَ اللهُ عَبْدًا بِعَفْوٍ إِلَّا عِزًّا، وَمَا تَوَاضَعَ أَحَدٌ لِلهِ إِلَّا رَفَعَهُ اللهُ».…

?مَا نَقَصَتْ صَدَقَةٌ مِنْ مَالٍ، وَمَا زَادَ اللهُ عَبْدًا بِعَفْوٍ إِلَّا عِزًّا، وَمَا تَوَاضَعَ أَحَدٌ لِلهِ إِلَّا رَفَعَهُ اللهُ». "صدقه مال نه کموي، او الله تعالی په بخښنې سره بنده ته نه زیاتوي مګر عزت، او هېڅوک د الله تعالی په وړاندې تواضع نه کوي مګر دا چې الله تعالی یې لوړوي

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَا نَقَصَتْ صَدَقَةٌ مِنْ مَالٍ، وَمَا زَادَ اللهُ عَبْدًا بِعَفْوٍ إِلَّا عِزًّا، وَمَا تَوَاضَعَ أَحَدٌ لِلهِ إِلَّا رَفَعَهُ اللهُ». "صدقه مال نه کموي، او الله تعالی په بخښنې سره بنده ته نه زیاتوي مګر عزت، او هېڅوک د الله تعالی په وړاندې تواضع نه کوي مګر دا چې الله تعالی یې لوړوي".

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي چې: صدقه مال نه کموي، بلکي له هغې څخه آفتونه لرې کوي او الله تعالی یې خاوند ته په بدل کې لوی خیر ورکوي، نو دا زياتوالى شو، نه کموالى. او د غچ اخستلو او یا رانیولو د توان سره سره بخښنه کول د انسان قوت او عزت زیاتوي. او هېڅوک د الله جل جلاله لپاره عاجزي او خاکساري نه کوي؛ نه د چا له وېرې، نه د جوړ جاړې په خاطر او نه د هغه څخه د ګټې په لټه کې، مګر دا چې د هغه اجر به د مرتبې او شرف لوړېدل وي.

فوائد الحديث

خیر او کامیابي د شريعت په پیروۍ او د نیکو عملونو په کړنو کې ده، که څه هم ځينې خلک بل ډول فکر کوي.

التصنيفات

نفلي صدقه (خیرات), نفلي صدقه (خیرات)