لا نِكَاحَ إِلّا بِوَليٍّ». «له سرپرست پرته نکاح نشته

لا نِكَاحَ إِلّا بِوَليٍّ». «له سرپرست پرته نکاح نشته

له ابو موسی رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لا نِكَاحَ إِلّا بِوَليٍّ». «له سرپرست پرته نکاح نشته».

[صحيح]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د ښځې نکاح تر هغه وخته پورې نه صحیح کیږي چې سرپرست یې د نکاح تړون ترسره کړی نه وي.

فوائد الحديث

د نكاح د صحت لپاره سرپرست شرط دى، نو كه چېرته له سرپرست پرته ترسره شي او يا ښځه ځان په نكاح كې وركړي، نو نكاح صحيح نده.

سرپرست ښځې ته تر ټولو نږدې سړی وي، نو لرې سرپرست نه شي کولی چې د نږدې سرپرست په شتون کې ښځه چاته په نکاح ورکړي.

ولي یا سرپرست باید پدې شرطونو برابر وي چې: مکلف وي، نر وي، دومره هوښیار وي چې د نکاح په ګټو وپوهېږي د ولي او د چا سرپرستي چې کوي باید دواړه په یو دین وي، نو په چا کې چې دا صفتونه نه وي هغه د دې وړ نه دی چې د نکاح په تړون کې سرپرستي وکړي.

التصنيفات

نکاح