يو سړي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وپوښتل: په اسلام کې کوم خوی ډېر غوره دی؟ هغه وفرمايل: «تُطْعِمُ الطَّعَامَ، وَتَقْرَأُ السَّلاَمَ عَلَى مَنْ عَرَفْتَ…

يو سړي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وپوښتل: په اسلام کې کوم خوی ډېر غوره دی؟ هغه وفرمايل: «تُطْعِمُ الطَّعَامَ، وَتَقْرَأُ السَّلاَمَ عَلَى مَنْ عَرَفْتَ وَمَنْ لَمْ تَعْرِفْ». «دا چې چاته خوراک ورکړې او په اشنا او نا اشنا سلام واچوې

له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې: يو سړي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وپوښتل: په اسلام کې کوم خوی ډېر غوره دی؟ هغه وفرمايل: «تُطْعِمُ الطَّعَامَ، وَتَقْرَأُ السَّلاَمَ عَلَى مَنْ عَرَفْتَ وَمَنْ لَمْ تَعْرِفْ». «دا چې چاته خوراک ورکړې او په اشنا او نا اشنا سلام واچوې».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه: په اسلام کې کوم صفت ډیر غوره دی؟ هغه دوه ځانګړنې یادې کړې: لومړی: مسکينانو ته ډیره ډوډۍ ورکول لکه: صدقه، تحفه، مېلمستيا او ولیمه او د خوراک ورکولو فضيلت قحطۍ او قیمتۍ پر مهال لاپسې زیاتیږي. او دویمه: هر مسلمان ته سلام اچول، برابره خبره ده که یې پېژنې یا یې نه پېژنې.

فوائد الحديث

صحابه کرامو د هغو خویونو پېژندلو ته ډیره لېوالتیا درلوده چې په دنیا او اخرت کې ګټور دي.

سلام اچول او ډوډۍ ورکول په اسلام کې له غوره عملونو څخه دي؛ ځکه فضیلت لري او خلک ورته په هر وخت کې اړتیا لري.

پدې دوو خویونو سره، احسان په قول او عمل کې یوځای کیږي، او دا ترټولو بشپړ احسان دی.

دا خویونه د مسلمانانو تر منځه خپلمنځي خویونه دي، او ځینې نور خویونه شته چې د بنده د خپل رب سره د چلن په اړه دي.

په سلام سره پېل کول په ځانګړې توګه د مسلمانانو تر منځه دي، لدې امله کافر ته په سلام پېل نه کیږي.

التصنيفات

فضایل او آداب, د سلام او اجازې غوښتلو ادبونه