صبا او بېګاه {قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ}، او معوذتین درې درې ځلې وایه، نو د هر څه نه به درته بسنه کوي (د هر شر او افت نه به په امان کې وې)

صبا او بېګاه {قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ}، او معوذتین درې درې ځلې وایه، نو د هر څه نه به درته بسنه کوي (د هر شر او افت نه به په امان کې وې)

د عبد الله بن خبیب رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایلي چې: په تیاره باراني شپه کې ووتلو، تر څو رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ راکړي، وایي: پیدا مې کړ، نو ویې فرمایل: «ووایه»، نو ما هیڅ ونه وییل، بیا یې وویل: «ووایه»، نو ما هیڅ ونه وېیل، بیا یې وفرمایل: «ووایه»، نو ما وویل: څه ووایم؟ ویې فرمایل ووایه: «{قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ} وَالْمُعَوِّذَتَيْنِ حِينَ تُمْسِي وَتُصْبِحُ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ، تَكْفِيكَ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ». « صبا او بېګاه {قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ}، او معوذتین درې درې ځلې وایه، نو د هر څه نه به درته بسنه کوي (د هر شر او افت نه به په امان کې وې)».

[صحيح]

الشرح

جلیل القدر صحابي عبد الله بن خبیب رضي الله عنه خبر ورکوي چې هغوی په یوې تیاره او سختې باراني شپه کې د رسول الله صلی الله د پلټنې په موخه ووتل تر څو ورته لمونځ وکړي، نو هغه یې وموند، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:"ووایه" یعنې ولوله، نو هغه هیڅ ونه لوستل، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته خپله وینا بیا وکړه، نو عبد الله وویل: څه ولولم ای د الله رسوله؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د الِاخلاص سورت {قل هو الله أحد} او معوذتین: {قل أعوذ برب الفلق} او {قل أعوذ برب الناس} صبا او بیګا مهال درې درې ځلې وایه، نو له هر شر او هرې بدۍ نه به دې وساتي.

فوائد الحديث

صبا او بیګا د الاخلاص سورت او معوذتینو لوستل مستحب دي او د شر څخه پکې خوندیتوب دی.

د الاخلاص سورت او معوذتینو د لوستلو فضیلت.

التصنيفات

د سهار او بیګا ادبونه