هیڅ دوه مسلمانان سره نه مخامخ کېږي او یو له بل سره روغبړ نه کوي مګر دا چې له جلا کېدو نه وړاندې به ورته بخښنه وشي

هیڅ دوه مسلمانان سره نه مخامخ کېږي او یو له بل سره روغبړ نه کوي مګر دا چې له جلا کېدو نه وړاندې به ورته بخښنه وشي

له البراء رضي الله عنه نه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «هیڅ دوه مسلمانان سره نه مخامخ کېږي او یو له بل سره روغبړ نه کوي مګر دا چې له جلا کېدو نه وړاندې به ورته بخښنه وشي».

الشرح

نبی صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې هېڅ دوه مسلمانان سره په لار او یا بل ځای کې نه مخ کېږي چې یو پر بل سلام واچوي او لاسونه ورکړي، مګر دا چې مخکې لدې به ورته بخښنه وشي چې یو له بل څخه جلا شي، د بدن په جلا کېدو او یا له روغبر څخه په خلاصېدو.

فوائد الحديث

د ملاقات پر مهال په لاس روغبړ کول مستحب دي او ټینګار پرې شوی.

المناوي ویلي: او سنت هلته پر ځای کې کېږي چې ښی لاس په ښي لاس کې کېښودل شي، مګر دا چې کوم عذر شتون ولري.

سلام خپرولو ته هڅونه او دا چې د مسلمان له خپل مسلمان ورور سره روغبړ لوی اجر لري.

لدې حدیث څخه حرام روغبړ مستثنا دی، لکه څوک چې بیګانه ښځې ته لاس ورکوي.

التصنيفات

د نیکو عملونو فضیلونه, د سلام او اجازې غوښتلو ادبونه