إعدادات العرض
چا چې د الله جل جلاله لپاره جومات آباد کړ، نو الله تعالی به ورته د هغه په څېر کور په جنت کې آباد کړي
چا چې د الله جل جلاله لپاره جومات آباد کړ، نو الله تعالی به ورته د هغه په څېر کور په جنت کې آباد کړي
له محمود بن لبید رضی الله عنه څخه روایت دی چې: عثمان بن عفان رضي الله عنه غوښتل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم جومات جوړ کړي، نو خلکو بده وګڼله، او دا یې خوښ وګڼل چې په خپل حال یې پریږدي، نو ویې ویل چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: «مَنْ بَنَى مَسْجِدًا لِلهِ بَنَى اللهُ لَهُ فِي الْجَنَّةِ مِثْلَهُ». « چا چې د الله جل جلاله لپاره جومات آباد کړ، نو الله تعالی به ورته د هغه په څېر کور په جنت کې آباد کړي».
[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]
الترجمة
العربية English မြန်မာ Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands اردو Bahasa Indonesia ئۇيغۇرچە বাংলা Türkçe සිංහල हिन्दी Tiếng Việt Hausa Kiswahili ไทย অসমীয়া دری Кыргызча Lietuvių Kinyarwanda नेपाली മലയാളം తెలుగు Bosanski Italiano ಕನ್ನಡ Kurdî Oromoo Română Soomaali Shqip Српски Українська Wolof Moore Tagalog Malagasy தமிழ் Azərbaycan فارسی ქართული 中文 Magyarالشرح
عثمان بن عفان رضي الله عنه غوښتل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مسجد د لومړۍ ودانۍ په پرتله په ښه بڼه جوړ کړي، خو خلکو دا کار بد وګاڼه، ځکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې د مسجد له ودانۍ څخه یې بڼې بدلون مونده، نو مسجد له ښختو څخه جوړ و او چت یې د خرما له پاڼو څخه، خو عثمان رضي الله عنه غوښتل چې په ډبرو او ګچ سره یې جوړ کړي، نو عثمان رضي الله عنه هغو ته وويل چې ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي چې وییل یې: څوک چې د الله تعالی د رضا لپاره جومات جوړ کړي، پرته لدې چې ځان ښودنه او شهرت یې موخه وي، نو الله تعالی به هغه ته د هغه د کار له جنس څخه غوره بدله ورکړي، چې هغه بدله هغه ته د الله تعالی لخوا په جنت کې د کور جوړول دي.فوائد الحديث
د جومات په جوړولو ټینګار او فضیلت یې.
د جومات پراخه کول او نوی کول د ودانولو په فضیلت کې داخل دي.
په ټولو عملونو کې الله ته د اخلاص اهمیت.
التصنيفات
د جوماتونو آداب