إعدادات العرض
اې خلکو! دا کار مې ځکه وکړ چې ماپسې اقتدا وکړئ، او زما لمونځ زده کړئ
اې خلکو! دا کار مې ځکه وکړ چې ماپسې اقتدا وکړئ، او زما لمونځ زده کړئ
له ابو حازم بن دینار څخه روایت دی: چې یو څو سړي سهل بن سعد الساعدي ته راغلل، پداسې حال کې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د منبر په اړه یې سره په خپلو کې اختلاف کړی و چې له څه شي څخه جوړ و، نو د منبر په اړه یې ورڅخه پوښتنه وکړه، هغه وویل: قسم په الله زه پوهیږم چې هغه څه دی او له شک پرته مې په لومړۍ ورځ لیدلی چې کېښودل شوی و او لومړۍ ورځ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې کېناست، رسول الله صلی الله علیه وسلم له انصارو څخه فلانۍ ښځې ته -چې سهل یې نوم یاد کړ- خبر ورولیږه چې: «مُرِي غُلَامَكِ النَّجَّارَ أَنْ يَعْمَلَ لِي أَعْوَادًا أَجْلِسُ عَلَيْهِنَّ إِذَا كَلَّمْتُ النَّاسَ»، «خپل ترکاڼ غلام ته دې امر وکړه چې زما لپاره لرګي جوړ کړي تر څو پرې خلکو ته د خبرو کولو پر مهال کښېنم» نو هغې ورته امر وکړ، نو د ځنګل د غز له ونې څخه یې جوړ کړ، بیا یې راوړ او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې یو څوک ورولیږه، هغه امر وکړ چې هغلته کېښودل شي، بیا مې رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید چې لمونځ یې پرې وکړ، تکبیر یې ووایه او پرې د پاسه و، بیا یې رکوع وکړه او هغه پرې د پاسه و، بیا شاته کوز شو، نو د منبر په بېځ کې یې سجده وکړه بیا بیرته وروګرځېد، نو کله چې فارغ شو خلکو ته یې مخ کړ او ویې وییل: «أَيُّهَا النَّاسُ، إِنَّمَا صَنَعْتُ هَذَا لِتَأْتَمُّوا وَلِتَعَلَّمُوا صَلَاتِي». « اې خلکو! دا کار مې ځکه وکړ چې ماپسې اقتدا وکړئ، او زما لمونځ زده کړئ».
الترجمة
العربية English မြန်မာ Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands اردو Bahasa Indonesia ئۇيغۇرچە বাংলা Türkçe සිංහල हिन्दी Tiếng Việt Hausa Kiswahili ไทย অসমীয়া دری Кыргызча Lietuvių Kinyarwanda नेपाली മലയാളം తెలుగు Bosanski Italiano ಕನ್ನಡ Kurdî Oromoo Română Soomaali Shqip Српски Українська Wolof Moore Tagalog O‘zbek Malagasy தமிழ் Azərbaycan فارسی ქართული 中文 Magyarالشرح
يو صحابي ته يو سړى راغى او د هغه منبر په اړه یې ترې پوښتنه وكړه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم كارواه؛ چې له څه شي څخه جوړ شوی و؟ دوی په دې اړه بحث او اختلاف کړی و، نو دا خبره یې ورته یاده کړه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د انصارو یوې ښځې ته چې ترکاڼ غلام یې درلوده یو څوک ورولیږه او ورته یې وویل: چې: غلام ته دې امر وکړه چې یو منبر راته جوړ کړي تر څو پرې خلکو ته د خبرو پر مهال کېنم، نو مېرمنې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبرې ته لبیک ووایه او خپل غلام ته یې امر وکړ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د ځنګله د غز له ونې څخه منبر جوړ کړي، نو کله یې چې له جوړولو څخه فارغ شو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې ولیږه، هغه امر وکړ چې په جومات کې د منبر پر ځای کې کېښودل شي، نو بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې لمونځ وکړ، تکبیر یې ووایه او رکوع یې پرې وکړه پداسې حال کې چې د منبر د پاسه و، بیا راکوز شو او لږ غوندې شاته یې قدم واخیست پرته لدې چې شاته مخ واړوي، نو د منبر په بېخ کې یې سجده وکړه بیا بېرته وخوت، نو کله چې له لمانځه څخه فارغ شو خلکو ته یې مخ کړ ، او ویې وییل: اې خلکو! دا کار مې ځکه وکړ چې اقتدا راپسې وکړئ او د دې لپاره چې زما لمونځ زده کړئ.فوائد الحديث
د خطیب لپاره دمنبر کارول او د پاسه پرې ختل مستحب دي، او ګټه یې خلکو ته د غږ رسول او اورل دي.
د ښوونې لپاره په منبر د پاسه د لمانځه جواز او د ضرورت پر مهال له مقتدیانو څخه د امام د پورته کېدلو جواز.
د مسلمانانو د اړتیاوو پوره کولو لپاره د صنعت کارانو د کارولو جواز.
د ضرورت لپاره په لمانځه کې د لږ حرکت اجازه.
د مقتدي لپاره په لمانځه کې امام ته د کتلو جواز؛ تر څو ترې زده کړه وکړي او دا کار د خشوع سره په ټکر کې ندی.
التصنيفات
د لمانځه طریقه