إعدادات العرض
رسول الله صلی الله علیه وسلم به د هر فرضي لمانځه په پاي کې دا ذکر کاوه
رسول الله صلی الله علیه وسلم به د هر فرضي لمانځه په پاي کې دا ذکر کاوه
د مغیره ابن شعبه له کاتب وَرَّاد څخه روایت دی وایي چې: مغیره بن شعبه راباندې هغه لیک ولیکه چې معاویه ته یې لیږه چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به د هر فرضي لمانځه په پاي کې دا ذکر کاوه : «لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، اللَّهُمَّ لَا مَانِعَ لِمَا أَعْطَيْتَ، وَلَا مُعْطِيَ لِمَا مَنَعْتَ، وَلَا يَنْفَعُ ذَا الْجَدِّ مِنْكَ الْجَدُّ». یعنې له الله تعالی پرته بل معبود بر حق نشته، هغه يو دی، شريک نلري، هغه لره (د کائناتو) پاچاهي او پوره غوره ستاينه ده، او هغه پر هر څه قادر دی، اې الله ! ته چې (چا ته ) څه ورکوې، د هغه څوک مانع بندوونکی نشته، او ته چې (له چا نه) څه بند کړې، د هغه څوک ورکوونکی نشته، او فائده نه کوي مالدار لره د هغه مال ستا د عذاب (په لرې کولو کې).
الترجمة
العربية English မြန်မာ Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands اردو Bahasa Indonesia ئۇيغۇرچە বাংলা Türkçe සිංහල हिन्दी Tiếng Việt Hausa Kiswahili ไทย অসমীয়া دری Кыргызча Lietuvių Kinyarwanda नेपाली తెలుగు Bosanski ಕನ್ನಡ Kurdî മലയാളം Oromoo Română Italiano Soomaali Shqip Српски Українська Wolof Moore Tagalog Malagasy தமிழ் Azərbaycan فارسی ქართული 中文 Magyarالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم به د هر فرض لمانځه څخه وروسته دا دعا وېله: «لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، اللَّهُمَّ لَا مَانِعَ لِمَا أَعْطَيْتَ، وَلَا مُعْطِيَ لِمَا مَنَعْتَ، وَلَا يَنْفَعُ ذَا الْجَدِّ مِنْكَ الْجَدُّ». یعنې: د توحید په کلمې؛ لا ِاله اِلا الله، اقرار او اعتراف کوم، حق عبادت الله تعالی ته ثابتوم، او له هغه پرته یې له نورو څخه نفي کوم، نو له الله جل جلاله پرته په حقه بل معبود نشته، او پدې اقرار کوونکی یم چې حقیقي او بشپړه پادشاهي یوازې الله لره ده، او الله تعالی د ځمکې او آسمانونو د خلکو د ستاینې مستحق دی، هغه پر هر څه ځواک لري، او هغه څه چې الله تعالی له ورکړې او یا منع کولو څخه مقدر کړي وي، منع کوونکی یې نشته، او د هغه په وړاندې د مالدار مالداري ګټه نه لري، بلکې یوازې نیک عمل ورته ګټه رسوي.فوائد الحديث
له لمونځونو څخه وروسته دا ذکر مستحب دی ځکه چې د توحيد او ستاینې الفاظ پکې راغلي دي.
د سنتو په عملي کولو او خپرولو کې بیړه کول.
التصنيفات
د لمانځه اذکار