إعدادات العرض
بَيْنَ كُلِّ أَذَانَيْنِ صَلَاةٌ، بَيْنَ كُلِّ أَذَانَيْنِ صَلَاةٌ» ثُمَّ قَالَ فِي الثَّالِثَةِ: «لِمَنْ شَاءَ».…
بَيْنَ كُلِّ أَذَانَيْنِ صَلَاةٌ، بَيْنَ كُلِّ أَذَانَيْنِ صَلَاةٌ» ثُمَّ قَالَ فِي الثَّالِثَةِ: «لِمَنْ شَاءَ». «د هرو دوو اذانونو (اذان او اقامت) په منځ کې لمونځ دی، د هرو دوه وو اذانونو (اذان او اقامت) په منځ کې لمونځ دی». بیا یې په دریم ځل وفرمایل:«د هغه چا لپاره چې وغواړي
د عبد الله بن مغفل رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «بَيْنَ كُلِّ أَذَانَيْنِ صَلَاةٌ، بَيْنَ كُلِّ أَذَانَيْنِ صَلَاةٌ» ثُمَّ قَالَ فِي الثَّالِثَةِ: «لِمَنْ شَاءَ». «د هرو دوو اذانونو (اذان او اقامت) په منځ کې لمونځ دی، د هرو دوه وو اذانونو (اذان او اقامت) په منځ کې لمونځ دی». بیا یې په دریم ځل وفرمایل:«د هغه چا لپاره چې وغواړي».
الترجمة
العربية অসমীয়া Bahasa Indonesia Kiswahili اردو አማርኛ Tagalog Tiếng Việt ગુજરાતી Nederlands සිංහල Hausa ไทย नेपाली Кыргызча മലയാളം English Malagasy Svenska Română Kurdî Bosanski हिन्दी فارسی తెలుగు ქართულიالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې د هر اذان او اقامت تر منځه نفلي لمونځ دي، دا خبره یې درې ځلې تکرار کړه او په درېم ځل یې وویل چې دا کار د هغه چا لپاره مستحب دی چې لمونځ کول وغواړي.فوائد الحديث
د اذان او اقامت تر منځه لمونځ کول مستحب دي.
د وینا په تکرارولو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونه، تر څو یې خلک واوري او دا کار د وینا په ارزښت ټینګار دی.
په دوو اذانونو سره مراد: اذان او اقامت دی، او لدې امله ورته دوه اذانونه ویل کیږي چې غالبا یې ورته خلک وایي، لکه (لمر او سپوږمۍ) ته چې قمرین او (أبوبکر او عمر) ته عمرین ویل کیږي.
اذان د وخت د داخلېدو او اقامت د لمانځه د ادا کولو د وخت د رارسېدو خبرتيا ده.