إعدادات العرض
په کرونده مه بوختېږئ، که نه نو له دنیا سره به مو مینه زیاته شي
په کرونده مه بوختېږئ، که نه نو له دنیا سره به مو مینه زیاته شي
له عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "په کرونده مه بوختېږئ، که نه نو له دنیا سره به مو مینه زیاته شي".
[حسن لغيره دی] [الترمذي او احمد روايت کړی دی]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt Hausa Kurdî Nederlands Kiswahili অসমীয়া ગુજરાતી සිංහල Magyar ქართული Română ไทย Português मराठी ភាសាខ្មែរ دری አማርኛ Македонски తెలుగు Українська ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം Moore ಕನ್ನಡالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم په کروندې، باغ او یا فارم کې له بوختیا څخه منع کړې ده، ځکه چې دا د دنیا سره د مینې او د آخرت پر ځای د هغې سره د تړاو لامل ګرځي.فوائد الحديث
د دنیا سره د دومره زیاتوالي ممانعت چې له آخرت څخه د اوړېدو لامل وګرځي.
له حدیث څخه دا معنا نه اخیستل کیږي چې څوک دې ترې د ژوند تېرولو لپاره ګټه نه اخلي، بلکې په دنیا له زیاتې بوختېدا او د آخرت هېرول منع شوي دي.
السندي ویلي: موخه ترې دا ده چې: پر کروندې بوختېدو کې دومره مه ورننوځئ چې د الله له ذکر څخه بې پروا شئ.
