«فَإِذَا جَاءَ رَمَضَانُ فَاعْتَمِرِي، فَإِنَّ عُمْرَةً فِيهِ تَعْدِلُ حَجَّةً». …

«فَإِذَا جَاءَ رَمَضَانُ فَاعْتَمِرِي، فَإِنَّ عُمْرَةً فِيهِ تَعْدِلُ حَجَّةً». «کله چې رمضان راشي، نو عمره وکړه، ځکه په رمضان کې عمره (په ثواب کې) د حج سره برابره ده

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلى الله عليه وسلم د انصارو يوې ښځې ته وفرمایل چې ابن عباس یې نوم واخیست او زما څخه یې نوم هېر شو: «مَا مَنَعَكِ أَنْ تَحُجِّي مَعَنَا؟». « څه شي منع کړې چې زموږ سره حج وکړې؟» هغې وویل: موږ یوازې دوه اوښان درلودل نو خاوند او زوي یې په یوه اوښ حج ته لاړل او بله اوښه یې موږ ته پرېښوده چې اوبه پرې راوړو، هغه وفرمایل: «فَإِذَا جَاءَ رَمَضَانُ فَاعْتَمِرِي، فَإِنَّ عُمْرَةً فِيهِ تَعْدِلُ حَجَّةً». «کله چې رمضان راشي، نو عمره وکړه، ځکه په رمضان کې عمره (په ثواب کې) د حج سره برابره ده».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له حجة الوداع څخه راستون شو نو یوې انصارۍ ښځې ته یې وویل چې حج یې نه و کړی: څه شي منع کړې چې موږ سره حج وکړې؟ نو هغې عذر وړاندې کړ چې دوي دوه اوښان درلودل، نو خاوند او زوي یې په یوه باندې حج وکړ او بل یې له څاه څخه د اوبو راوېستلو لپاره پرېښود. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې د رمضان په میاشت کې عمرې ثواب د حج له ثواب سره برابره دی.

فوائد الحديث

د روژې په میاشت کې د عمرې فضیلت.

په رمضان کې عمره د ثواب په لحاظ له حج سره برابره ده، نه دا چې د حج فرضيت پرې ساقطیږي.

د عملونو ثواب د وخت فضیلت ته په لیدو زیاتیږي، چې له دې څخه د رمضان په میاشت کې عملونه دي.

التصنيفات

د حج او عمرې فضیلت