إعدادات العرض
لاَ تَلْبَسُوا الحَرِيرَ وَلاَ الدِّيبَاجَ، وَلاَ تَشْرَبُوا فِي آنِيَةِ الذَّهَبِ وَالفِضَّةِ، وَلاَ تَأْكُلُوا فِي صِحَافِهَا، فَإِنَّهَا لَهُمْ فِي…
لاَ تَلْبَسُوا الحَرِيرَ وَلاَ الدِّيبَاجَ، وَلاَ تَشْرَبُوا فِي آنِيَةِ الذَّهَبِ وَالفِضَّةِ، وَلاَ تَأْكُلُوا فِي صِحَافِهَا، فَإِنَّهَا لَهُمْ فِي الدُّنْيَا وَلَنَا فِي الآخِرَةِ». «نرم او سخت وریښمین کالي مه اغوندئ، او د سپینو او سرو زرو په پیالو کې څښاک مه کوئ، او مه یې په لوښو کې خوراک کوئ، ځکه دا د هغوی (کافرو) لپاره په دنیا او زموږ لپاره په آخرت کې دي
له عبدالرحمن بن ابي لیلی څخه روایت دی چې دوي له حذیفه سره وو، هغه اوبه وغوښتې، نو یو مجوسي اوبه ورکړې، کله یې چې لوښی په لاس کې ورکړ بېرته یې پرې وویشت او ویې ویل: که چېرته مې هغه یو یا دوه ځلې منع کړی نه و - لکه چې غوښتل یې داسې ووایې چې: داسې کار به مې نه و کړی- خو ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایلي یې دي: «لاَ تَلْبَسُوا الحَرِيرَ وَلاَ الدِّيبَاجَ، وَلاَ تَشْرَبُوا فِي آنِيَةِ الذَّهَبِ وَالفِضَّةِ، وَلاَ تَأْكُلُوا فِي صِحَافِهَا، فَإِنَّهَا لَهُمْ فِي الدُّنْيَا وَلَنَا فِي الآخِرَةِ». «نرم او سخت وریښمین کالي مه اغوندئ، او د سپینو او سرو زرو په پیالو کې څښاک مه کوئ، او مه یې په لوښو کې خوراک کوئ، ځکه دا د هغوی (کافرو) لپاره په دنیا او زموږ لپاره په آخرت کې دي».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Hausa Português Kurdî മലയാളം Kiswahili සිංහල دری Svenska አማርኛ অসমীয়া ไทย Tiếng Việt Yorùbá Кыргызча ગુજરાતી Malagasy नेपाली Română Nederlands Soomaali Oromoo తెలుగు Kinyarwanda ಕನ್ನಡ Српски Mooreالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم نارینه د هر ډول ورېښمو له اغوستلو منع کړي دي. او نارينه او ښځې یې د سرو او سپينو زرو په لوښو کې له خوراک او څښاک څخه منع کړي دي. او ویلي یې دي چې دا د قیامت په ورځ خاص د مومنانو لپاره دي؛ ځکه چې دوي په دنیا کې د الله تعالی د اطاعت له امله ترې ډډه کړې وه. او د کافرانو لپاره په آخرت کې ندي؛ ځکه هغوی په دنیوي ژوند کې د خپلو ښېګڼو په لاسته راوړلو کې بیړه کړې چې دا څیزونه یې کارولي، او د الله له امر څخه یې سرغړونه کړې ده.فوائد الحديث
د نارینه وو لپاره د غلیظو او نرمو ورېښمو د اغوستلو حراموالی او د هغه چا لپاره سخت ګواښ چې اغوستلي یې دي.
د ښځینه وو لپاره د ورېښمو اغوستل روا دي.
د نارینه او ښځو لپاره د سرو او سپينو زرو په پيالو او کاسو کې د خوړلو او څښلو ممانعت.
په منع کولو کې د حذیفه رضي الله عنه سختوالی، او لامل یې داسې بیان کړ چې هغه څو ځلې د سرو زرو او سپینو زرو د لوښو له کارولو څخه منعه کړې و، خو هغه ترې منع شوی نه و.
التصنيفات
د جامو ادبونه