له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې لس رکعتونه یاد کړي دي

له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې لس رکعتونه یاد کړي دي

له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې وایي: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې لس رکعتونه یاد کړي دي: دوه رکعتونه د ماسپښین له لمانځه څخه مخکې، او دوه ترې وروسته، او دوه رکعته له ماښام نه وروسته په کور کې، او دوه رکعتونه د ماخوستن نه وروسته په کور کې، او دوه رکعتونه د سهار له لمانځه څخه مخکې. او دا هغه وخت و چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کور ته به نه ننوت، حفصې راته وویل: کله به چې مؤذن اذان وکړ او سهار به راوخوت، نو دوه رکعته لمونځ به یې وکړ، او په یو بل لفظ کې راځي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به له جمعې څخه وروسته دوه رکعته لمونځ کاوه.

[صحيح] [په ټولو روايتونو سره متفق عليه دی]

الشرح

عبد الله بن عمر رضي الله عنهما بیانوي چې: هغه نفلي لمونځونه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې زده کړي دي لس رکعتونه دي چې راتبه سنتونه ورته ویل کیږي. دوه رکعتونه له ماسپښین څخه مخکې او دوه ترې وروسته، او دوه رکعتونه له ماښام نه وروسته په خپل کور کې، او دوه رکعتونه د ماخوستن څخه وروسته په خپل کور کې، او دوه رکعتونه د سهار له لمانځه څخه مخکې، نو لس رکعتونه پوره شول. او د جمعې لمونځ چې دی، نو وروسته ترې باید دوه رکعته لمونځ وکړي.

فوائد الحديث

د دې راتبه سنتونو کول مستحب دي، او باید چې ټینګار پرې وشي،

په کور کې د سنت ادا کولو مشروعیت.

التصنيفات

نفلي لمونځ, نفلي لمونځ, په لمانځه کې د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - لارښوونه, په لمانځه کې د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - لارښوونه, په نکاح او خپلې کورنۍ سره په ژوند تېرولو کې د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - لارښوونه, په نکاح او خپلې کورنۍ سره په ژوند تېرولو کې د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - لارښوونه