إعدادات العرض
اې الله! زه پر تا د قبر له عذاب څخه پناه نیسم او د اور له عذاب څخه، او پناه نیسم پر تا د ژوند او مرګ او مسحه شوي دجال له فتنې څخه
اې الله! زه پر تا د قبر له عذاب څخه پناه نیسم او د اور له عذاب څخه، او پناه نیسم پر تا د ژوند او مرګ او مسحه شوي دجال له فتنې څخه
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایلي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به دعا کوله او وېیل به یې: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ عَذَابِ القَبْرِ، وَمِنْ عَذَابِ النَّارِ، وَمِنْ فِتْنَةِ المَحْيَا وَالمَمَاتِ، وَمِنْ فِتْنَةِ المَسِيحِ الدَّجَّالِ». وفِي لَفْظٍ لِمُسْلِمٍ: «إِذَا فَرَغَ أَحَدُكُمْ مِنَ التَّشَهُّدِ الْآخِرِ، فَلْيَتَعَوَّذْ بِاللهِ مِنْ أَرْبَعٍ: مِنْ عَذَابِ جَهَنَّمَ، وَمِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ، وَمِنْ فِتْنَةِ الْمَحْيَا وَالْمَمَاتِ، وَمِنْ شَرِّ الْمَسِيحِ الدَّجَّالِ». « اې الله! زه پر تا د قبر له عذاب څخه پناه نیسم او د اور له عذاب څخه، او پناه نیسم پر تا د ژوند او مرګ او مسحه شوي دجال له فتنې څخه». او د مسلم په لفظ کې راځي «کله چې ستاسو څخه یو له وروستي تشهد څخه فارغ شو، نو له څلورو شیانو څخه دې الله ته پناه یوسي: د دوزخ له عذابه، د قبر له عذابه، د ژوند او مرګ له فتنې او د مسحه شوي دجال له فتنې څخه».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Hausa Português Kurdî Kiswahili සිංහල Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Tiếng Việt ไทย অসমীয়া دری Кыргызча or नेपाली Malagasy Kinyarwanda Română తెలుగు Lietuvių Oromoo മലയാളം Nederlands Soomaali Српски Українська Deutsch ಕನ್ನಡ Wolof Moore Shqip ქართული Azərbaycan Magyarالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم به په لمانځه کې د وروستي تشهد پسې او له سلام ګرځولو څخه مخکې له څلورو شیانو څخه په الله جل جلاله پناه غوښتله او مونږ ته یې امر کړی چې مونږ هم ترې پناه وغواړو، لومړی: د قبر له عذاب څخه. دویم: او د قیامت په ورځ د اور له عذاب څخه. دریم: د ژوند له فتنې څخه، یعنې د دنیا له حرامو خواهشاتو او ګمراه کوونکو شکونو څخه او د مرګ له فتنې څخه، یعنې د ځنکندن پر مهال، چې هغه له اسلام او سنت څخه اوړېدل دي، او د قبر له فتنې (امتحان) څخه لکه د دوو پرښتو پوښتنه. څلورم: د دجال فتنه چې په اخر وخت کې به راڅرګند شي، او الله تعالی به پرې خپل بندګان وازمايي؛ له هغه څخه یې د لوې فتنې او ګمراهۍ له امله په ځانګړي توګه یادونه وکړه.فوائد الحديث
دا پناه غوښتل له مهمو او جامعه دعاګانو څخه دي، ځکه چې د دنیا او آخرت له شر څخه پناه غوښتلو ته شاملېږي.
د قبر د عذاب ثبوت او دا چې حق دی.
د فتنو خطر او له هغو څخه د خلاصون لپاره له الله تعالی څخه د مرستې او دعا غوښتلو اهمیت.
د دجال د راوتلو او د هغه د فتنې د لوی والي ثبوت.
د وروستي تشهد پسې د دې دعا ویل مستحب والی.
د هر نېک عمل پسې د دې دعا ویل مستحب والی.
التصنيفات
د لمانځه اذکار