إِذَا رَأَى أَحَدُكُمُ الرُّؤْيَا يُحِبُّهَا فَإِنَّهَا مِنَ اللَّهِ، فَلْيَحْمَدِ اللَّهَ عَلَيْهَا وَلْيُحَدِّثْ بِهَا، وَإِذَا رَأَى غَيْرَ ذَلِكَ مِمَّا…

إِذَا رَأَى أَحَدُكُمُ الرُّؤْيَا يُحِبُّهَا فَإِنَّهَا مِنَ اللَّهِ، فَلْيَحْمَدِ اللَّهَ عَلَيْهَا وَلْيُحَدِّثْ بِهَا، وَإِذَا رَأَى غَيْرَ ذَلِكَ مِمَّا يَكْرَهُ، فَإِنَّمَا هِيَ مِنَ الشَّيْطَانِ، فَلْيَسْتَعِذْ مِنْ شَرِّهَا، وَلاَ يَذْكُرْهَا لِأَحَدٍ، فَإِنَّهَا لَنْ تَضُرَّهُ». «کله چې په تاسو کې څوک داسې یو خوب وویني چې خوښوي یې، نو هغه د الله له لورې دی، د الله ستاینه دې وکړي او نورو ته دې ووایي، او که چېرته یې له دې پرته بل ډول ولیده چې نه یې خوښاوه، نو هغه شیطاني خوب دی، له شر څخه دې پناه وغواړي او هېچاته دې نه وایي، (که داسې یې وکړل نو) ضرر به ورته ونه لري

د ابو سعید الخدری رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویل یې: «إِذَا رَأَى أَحَدُكُمُ الرُّؤْيَا يُحِبُّهَا فَإِنَّهَا مِنَ اللَّهِ، فَلْيَحْمَدِ اللَّهَ عَلَيْهَا وَلْيُحَدِّثْ بِهَا، وَإِذَا رَأَى غَيْرَ ذَلِكَ مِمَّا يَكْرَهُ، فَإِنَّمَا هِيَ مِنَ الشَّيْطَانِ، فَلْيَسْتَعِذْ مِنْ شَرِّهَا، وَلاَ يَذْكُرْهَا لِأَحَدٍ، فَإِنَّهَا لَنْ تَضُرَّهُ». «کله چې په تاسو کې څوک داسې یو خوب وویني چې خوښوي یې، نو هغه د الله له لورې دی، د الله ستاینه دې وکړي او نورو ته دې ووایي، او که چېرته یې له دې پرته بل ډول ولیده چې نه یې خوښاوه، نو هغه شیطاني خوب دی، له شر څخه دې پناه وغواړي او هېچاته دې نه وایي، (که داسې یې وکړل نو) ضرر به ورته ونه لري».

[صحيح] [بخاري روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې ښه او خوشحالوونکی خوب د الله له طرفه وي، او لارښوونه یې کړی ده چې د الله شکر دې پرې ادا شي او نور دې پرې خبر کړي، او که داسې یو څه یې ولیدل چې نه یې خوښېدل او پرې خفه و، هغه د شیطان له طرفه وي؛ نو له شر څخه دې الله ته پناه یوسي او هېچاته دې نه وایي؛ (که داسې یې وکړل) هغه به ورته ضرر ونه لري، ځکه چې یاده لارښوونه الله تعالی له بدې پایلې څخه د ژغورل کېدو لپاره سبب ګرځولی دی.

فوائد الحديث

د خوب لیدلو ډولونه: ۱ - نیک خوب چې لېدل یې حق او د الله تعالی له لورې زېری وي، برابره خبره ده که یو څوک یې خپله وګوري او یا دده لپاره ولیدل شي، ۲ - هغه خبرې چې انسان یې د خپل نفس سره په ویښه کوي (فکرونه او چرتونه)، ۳ - د شیطان له لورې غم، وېره او وحشت چې بنی آدم پرې خفه کوي.

د نېکو خوبونو په اړه له یادو ویناوو څخه درې پایلې تر لاسه کېږي: دا چې د الله شکر پرې وباسي او پرې خوشحاله شي، او د خپلې خوښې کس ته یې ووایي؛ نه هغه چاته چې کرکه ترې لري.

د ناوړه خوب د لیدلو په اړه باید پنځه شیان په پام کې ونیول شي: چې د خوب او د شیطان له شر څخه الله ته پناه یوسي، کله چې له خوب نه راپاڅېده چپ لور ته دې درې ځلې لاړې تو کړي او هېچاته دې نه وایي او که غوښتل یې چې بېرته ویده شي په بله ډډه دې څملي، بیا ورته ضرر نه لري.

ابن حجر وایي: پدې کې حکمت دا دی، که چېرته یې ښه خوب داسې یو چاته ووایه چې نه یې خوښیږي، نو کېدای شي ناخوښه تعبیر یې ورته وکړي؛ د بغض او کینې له امله، نو کېدی شي همغه ډول پایله ولري او یا دا چې ځان ته یې په خفګان او غم موندلو کې بیړه وکړه، له دې امله منع شو چې څوک یې نه خوښېده نو خوب دې ورته نه وایي.

د تازه نعمتونو د راتلو او نوي کېدو پر مهال حمد او ثنا ویل یې د دوامداره کېدو لامل ګرځي.

التصنيفات

د خوب لیدلو ادبونه