إعدادات العرض
اجْتَنِبُوا السَّبْعَ الْمُوبِقَاتِ
اجْتَنِبُوا السَّبْعَ الْمُوبِقَاتِ
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي: «اجْتَنِبُوا السَّبْعَ الْمُوبِقَاتِ»، قَالُوا: يَا رَسُولَ اللهِ وَمَا هُنَّ؟ قَالَ: «الشِّرْكُ بِاللهِ، وَالسِّحْرُ، وَقَتْلُ النَّفْسِ الَّتِي حَرَّمَ اللهُ إِلَّا بِالْحَقِّ، وَأَكْلُ الرِّبَا، وَأَكْلُ مَالِ الْيَتِيمِ، وَالتَّوَلِّي يَوْمَ الزَّحْفِ، وَقَذْفُ الْمُحْصَنَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ الْغَافِلَاتِ». «له اوو بربادوونکو ګناهونو څخه ځان وساتئ» هغوی وویل: اې د الله رسوله، هغه کوم دي؟ ویې فرمایل: «په الله - تعالی - شرک کول، سحر، د هغه نفس وژل چې الله یې په ناحقه وژل حرام کړي دي، سود خوړل، د یتیم مال خوړل، د جنګ په ورځ له مېدان څخه تېښته کول، او په ساده، پاک لمنو مؤمنو ښځو د - زنا - تور پورې کول».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili தமிழ் မြန်မာ Deutsch 日本語 Tiếng Việt অসমীয়া Shqip Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands ئۇيغۇرچە සිංහල ไทย دری Akan Azərbaycan Български Fulfulde Magyar Italiano ಕನ್ನಡ Кыргызча Lietuvių Malagasy नेपाली or Română Kinyarwanda тоҷикӣ O‘zbek Moore Wolof Oromoo Српски Soomaali bm Українська rn km ქართული Македонски Lingalaالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت ته له اوو جرمونو او تباه کوونکو ګناهونو څخه په ځان ژغورلو امر کوي، او کله چې ترې پوښتنه وشوه چې هغه کوم دي؟ نو هغه یې په ګوته کوي چې: لومړی: له الله تعالی سره شرک کول، داسې چې له هغه پاک ذات سره مثل ونیول شي، په هره بڼه چې وي، او یا له عبادتونو څخه د هر ډول عبادت له الله تعالی پرته بل چا ته وشي، او په شرک یې پیل ځکه وکړ چې تر ټولو لویه ګناه ده. دویم: جادو دی - چې هغه له غوټو، دمونو، درملو او لوګیو څخه عبارت دی - چې د جادو کړی شوي انسان په بدن کې د هغه په وژلو او یا ناروغولو اغېزه کوي او یا د ښځې او خاوند تر منځه جلاوالی راولي، او دا یو شیطاني عمل دی، او ډیری یې داسې دي چې پایلي ته نه رسیږي مګر په الله تعالی باندې په شرک کولو او یا پلیتو ارواحو ته په هغه څه سره په نزدې کېدولو چې هغوی یې خوښوي. دریم: د هغه نفس وژل چې الله تعالی یې وژل حرام کړي دي پرته له دې چې د حاکم له خوا په مشروع جواز سره پلي شي. څلورم: د سود خوړل او یا د نورو وسیلو په استعمالولو سره له سود څخه ګټه اخیستل. پنځم: د هغه نابالغ په مال کې خیانت کول چې پلار یې بلوغ ته له رسېدو مخکې مړ شوی وي. شپږم: د کافرانو سره له جګړې څخه تېښته. اووم: په آزادو او پاکو ښځو باندې د زنا تور لګول او همدارنګه د نارینه و تورنول.فوائد الحديث
لوی ګناهونه په اوو پورې محدود نه دي او د دې اوو ګناهونو تخصیص د دوی د لویوالي او خطر له امله دي.
د نفس وژلو جواز کله چې په حقه وي، لکه قصاص، مرتد کېدل، او له واده نه وروسته زنا کول، او دا چې شرعي واکمن به يې تطبيقوي.