هَذَا حَجَرٌ رُمِيَ بِهِ فِي النَّارِ مُنْذُ سَبْعِينَ خَرِيفًا، فَهُوَ يَهْوِي فِي النَّارِ الْآنَ حَتَّى انْتَهَى إِلَى قَعْرِهَا»، «دا یوه تیږه ده چې اویا کاله…

هَذَا حَجَرٌ رُمِيَ بِهِ فِي النَّارِ مُنْذُ سَبْعِينَ خَرِيفًا، فَهُوَ يَهْوِي فِي النَّارِ الْآنَ حَتَّى انْتَهَى إِلَى قَعْرِهَا»، «دا یوه تیږه ده چې اویا کاله مخکې دوزخ ته ورګوزاره شوې وه، نو دا دی اوس په اور کې غورځیږي تر دې چې بیخ ته یې ورسیږي

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو چې یو ناڅاپي غږ یې تر غوږه شو، نو هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «تَدْرُونَ مَا هَذَا؟»، «آیا پوهیږئ چې دا څه دي» وایي: موږ وویل چې الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: «هَذَا حَجَرٌ رُمِيَ بِهِ فِي النَّارِ مُنْذُ سَبْعِينَ خَرِيفًا، فَهُوَ يَهْوِي فِي النَّارِ الْآنَ حَتَّى انْتَهَى إِلَى قَعْرِهَا»، «دا یوه تیږه ده چې اویا کاله مخکې دوزخ ته ورګوزاره شوې وه، نو دا دی اوس په اور کې غورځیږي تر دې چې بیخ ته یې ورسیږي».

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ربړوونکی اواز واورېد لکه یو څه چې راپرېوځي، نو د ورسره ناستو صحابه کرامو رضي الله عنهم څخه یې د نوموړي غږ په اړه پوښتنه وکړه، هغوی وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږی. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته وفرمایل: دا آواز چې تاسو واورېده د هغې ډبرې دی چې اویا کاله مخکې د دوزخ له څنډې خویه شوې وه، نو همداسې ور روانه وه او ورلویده، تر دې چې اوس یې بیخ ته ورسیده چې تاسو یې غږ واوریده.

فوائد الحديث

د آخرت ورځې لپاره په نېکو اعمالو چمتووالي ته هڅوونه او له جهنم څخه وېرول.

الله تعالی ته د هغه څه په اړه د پوهې نسبت چې انسان پرې نه پوهېږي.

د دې لپاره چې ښوونکی وکولی شي په ښه توګه نور پوه کړي باید ځانته یې پام راواړوي.

التصنيفات

د جنت او دوزخ صفتونه.