إعدادات العرض
یو سړي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې په چپ لاس خوراک کاوه، نو ویې فرمایل: «كُلْ بِيَمِينِكَ»، قَالَ: لَا أَسْتَطِيعُ، قَالَ: «لَا اسْتَطَعْتَ
یو سړي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې په چپ لاس خوراک کاوه، نو ویې فرمایل: «كُلْ بِيَمِينِكَ»، قَالَ: لَا أَسْتَطِيعُ، قَالَ: «لَا اسْتَطَعْتَ
له سلمه بن الأکوع رضي الله عنه څخه روایت دی چې: یو سړي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې په چپ لاس خوراک کاوه، نو ویې فرمایل: «كُلْ بِيَمِينِكَ»، قَالَ: لَا أَسْتَطِيعُ، قَالَ: «لَا اسْتَطَعْتَ» « په ښي لاس وخوره» هغه وویل: نه شم کولای: هغه وفرمایل: ویې نه کړای شې(یعنې لاسونه دې شل شه) هغه - له دې څخه کبر منع کړ چې په ښي لاس خوراک وکړي- وایې: ویې نه کړای شول چې خپل لاس خولې ته پورته کړي.
الترجمة
ar bn bs en es fa fr id ru tl tr ur zh hi ha ku sw pt si sv cs gu yo ug as prs ky or vi ne rw te lt ro ml nl so sr uk de kn wo mos sq ka az hu mk ta my am mgالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم یو سړی ولیده چې په چپ لاس یې خوراک کاوه، نو امر یې ورته وکړ چې په ښي لاس خوراک وکړي، سړي په کبر او درواغو سره ځواب ورکړ چې نه شي کولای! نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته ښېرا وکړه چې په ښي لاس له خوراک کولو څخه محروم شي، نو الله تعالی - د هغه سړي په حق کې - د خپل پېغمبر بد دعایي قبوله کړه او د هغه سړي ښی لاس شل شو چې له هغه وروسته یې بیا د خوراک او څښاک لپاره پورته نه کړ.فوائد الحديث
په ښي لاس خوراک کول واجب او په چپ لاس حرام دي.
د شرعي احکامو له پلي کولو څخه چې څوک سرغړونه او لویي کوي د سزا مستحق دی.
الله جل جلاله پدې کار سره د خپل پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم درناوی وکړ چې دعا یې ورته قبوله کړه.
په هر حالت کې امر بالمعروف او نهی عن المنکر روا دی، آن تر دې چې دا کار د ډوډۍ خوړلو پر مهال هم وشي.
التصنيفات
د خوراک او څښاک ادبونه