?كُلُّ أُمَّتِي مُعَافًى إِلَّا المُجَاهِرِينَ

?كُلُّ أُمَّتِي مُعَافًى إِلَّا المُجَاهِرِينَ

له ابوهریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اورېدلي دي چې ویل یې: «كُلُّ أُمَّتِي مُعَافًى إِلَّا المُجَاهِرِينَ، وَإِنَّ مِنَ المُجَاهَرَةِ أَنْ يَعْمَلَ الرَّجُلُ بِاللَّيْلِ عَمَلًا، ثُمَّ يُصْبِحَ وَقَدْ سَتَرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ، فَيَقُولَ: يَا فُلاَنُ، عَمِلْتُ البَارِحَةَ كَذَا وَكَذَا، وَقَدْ بَاتَ يَسْتُرُهُ رَبُّهُ، وَيُصْبِحُ يَكْشِفُ سِتْرَ اللَّهِ عَنْهُ». «زما ټول امتیان بخښل شوي دي پرته له هغو څخه چې د - ګناه - ښکاره کوونکي وي، او -ګناه- ښکاره کوونکي خلک هغه دي چې: یو سړی د شپې یو کار (ګناه) وکړي، بیا په داسې حال کې سهار کړي چې الله د هغه ستر او پرده کړي وي، بیا ووايي: اې فلانیه! ما تېره شپه داسې او داسې وکړل، او حال دا چې هغه به په داسې حال کې شپه تېره کړې وي چې الله تعالی د هغه ستر او پرده کړي وي، خو دی به سبا د هغه څه څخه پرده پورته کړي چې الله پرې پرده اچولې وه».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګندوي چې ګناه کار مسلمان ته د الله تعالی د بخښنې تمه شته، مګر هغه څوک چې په ویاړ او سرکښۍ سره خپله ګناه اعلانوي نو هغه د بخښنې وړ نه دی. ځکه چې هغه کله د شپې ګناه وکړي نو سبا پرې د الله جل جلاله اچولې پرده له ځانه لرې کوي، او نورو سره په خبرو کې وایې چې پرون مې فلانۍ ګناه کړې ده، پداسې حال کې چې الله تعالی د شپې پرې پرده اچولې وه، نو کله چې سهار کړي د الله تعالی پرده له ځانه لرې کړي..!!

فوائد الحديث

په ډاګه د ګناه کولو بدوالی، وروسته له دې چې الله پاک پرې پرده اچولې وه.

د ګناه په ډاګه کولو سره د مؤمنانو تر منځه بد کاري خپریږي.

الله تعالی چې د چا پرده په دنیا کې وکړي په اخرت کې یې هم کوي، دا پر بندګانو د الله تعالی د لوی رحمت ښودنه کوي.

څوک چې په کومه ګناه اخته شوی وي باید پر ځان پرده واچوي او الله تعالی ته توبه وباسي.

د هغه چا د ګناه لوی والی چې په ښکاره ګناه کوي او ځان له بخښلو څخه بې برخې کوي.

التصنيفات

د ګناهونو بدي