له مسلمان څخه چې کله په قبر کې د شهادت د کلمې پوښتنه وشي هغه به وایي چې: أشهدُ أن لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ

له مسلمان څخه چې کله په قبر کې د شهادت د کلمې پوښتنه وشي هغه به وایي چې: أشهدُ أن لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ

له البراء بن عازب رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: له مسلمان څخه چې کله په قبر کې د شهادت د کلمې پوښتنه وشي هغه به وایي چې: أشهدُ أن لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ» نو دا د الله تعالی د همدې وینا مصداق دی چې فرمایي: {يُثَبِّتُ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا بِالقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الآخِرَةِ} [إبراهيم: 27]. کلکوي ( مضبوطوي په صحیح جواب ورکولو سره) الله تعالی مؤمنانو لره په مضبوطه وینا (کلمه د حق) باندې په دنيوی ژوند او آخرت کې.

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

له مسلمان څخه په قبر کې پوښتنه کیږي، دوه ملاېکې ترې پوښتنه کوي چې منکر او نکیر نومیږي او دا نومونه یې په ډېرو حدیثونو کې راغلي او دوی ته همدا دنده ورسپارل شوې. نو ګواهي به ورکوي پر دې چې له الله پرته بل برحق معبود نشته او دا چې محمد د الله رسول دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي، همدا هغه ثابته وینا ده چې الله تعالی یې په اړه فرمایلي: {يُثَبِّتُ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ} [إبراهيم: 27]. کلکوي (مضبوطوي په صحیح جواب ورکولو سره) الله تعالی مؤمنانو لره په مضبوطه وینا (کلمې د حق) باندې په دنیوی ژوند او آخرت کې.

فوائد الحديث

په قبر کې پوښتنه کول حق دي.

پر مؤمنو بندګانو د الله تعالی فضل په دنیا او آخرت کې، چې پر ثابته وینا یې ثابت قدمي ساتي.

پر توحید د ګواهۍ ورکولو او پرې د مړیني فضیلت.

الله تعالی مومن انسان په دنیا کې په ایمان ټینګوي، د نېغې لارې د تعقیبولو توفیق ورکوي، او د مرګ پر مهال پر توحید مړینه ورنصیبوي او په قبر کې چې ترې کله دوه ملاېکې پوښتنه کوي نو ثبات ور په برخه کوي.

التصنيفات

برزخي ژوند