?يُسَلِّمُ الرَّاكِبُ عَلَى المَاشِي، وَالمَاشِي عَلَى القَاعِدِ، وَالقَلِيلُ عَلَى الكَثِيرِ

?يُسَلِّمُ الرَّاكِبُ عَلَى المَاشِي، وَالمَاشِي عَلَى القَاعِدِ، وَالقَلِيلُ عَلَى الكَثِيرِ

له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «يُسَلِّمُ الرَّاكِبُ عَلَى المَاشِي، وَالمَاشِي عَلَى القَاعِدِ، وَالقَلِيلُ عَلَى الكَثِيرِ». «سپور به په پیاده، پياده به په ناست او کم به په ډېرو سلام اچوي».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خلکو ته د سلام اچولو آداب ورښودلي - چې الفاظ یې داسې دي - "السلام عليكم ورحمة الله وبركاته"، نو کوچنی به په لوی، سپور په لاروي، لاروی به په ناست او لږ شمېر به په ډېرو سلام اچوي.

فوائد الحديث

په هغه ډول سلام اچول مستحب دي چې په حدیث کې راغلی دی، نو کله چې پياده سوار ته سلام واچاوي او داسې نور چې یادونه یې شوې ده، دا جایز دي، خو د اولی او افضل خلاف عمل دی.

په حدیث کې د ذکر شوي طریقې سره سم سلام اچول د مینې او یووالي له لاملونو څخه یو دی.

که دوی په هغه څه کې مساوي وو چې یادونه یې وشوه، نو غوره پکې هغه څوک دی چې په سلام پېل وکړي.

د دې شریعت کمال دا دی چې ټول هغه څه بیانوي چې خلک ورته اړتیا لري.

د سلام د آدابو ښوول او هر چا ته د هغه حق ورکول.

التصنيفات

د سلام او اجازې غوښتلو ادبونه