إعدادات العرض
لَو أَنَّكُمْ تَتَوَكَّلُونَ عَلَى اللهِ حَقَّ تَوَكُّلِهِ، لَرَزَقَكُمْ كَمَا يَرْزُقُ الطَّيْرَ، تَغْدُو خِمَاصًا وَتَرُوحُ بِطَانًا».…
لَو أَنَّكُمْ تَتَوَكَّلُونَ عَلَى اللهِ حَقَّ تَوَكُّلِهِ، لَرَزَقَكُمْ كَمَا يَرْزُقُ الطَّيْرَ، تَغْدُو خِمَاصًا وَتَرُوحُ بِطَانًا». «که چېرته تاسو په الله تعالی په حقه سره توکل وکړئ، نو داسې روزي به درکړي لکه څرنګه یې چې یو مرغه (الوتونکي) ته ورکوي، چې سهار مهال خالي نس - له ځالې - وځي او ماښام مهال بېرته په ډک نس سره - خپلې ځالې ته - راګرځي
له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې هغه له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې وییل یې: «لَو أَنَّكُمْ تَتَوَكَّلُونَ عَلَى اللهِ حَقَّ تَوَكُّلِهِ، لَرَزَقَكُمْ كَمَا يَرْزُقُ الطَّيْرَ، تَغْدُو خِمَاصًا وَتَرُوحُ بِطَانًا». «که چېرته تاسو په الله تعالی په حقه سره توکل وکړئ، نو داسې روزي به درکړي لکه څرنګه یې چې یو مرغه (الوتونکي) ته ورکوي، چې سهار مهال خالي نس - له ځالې - وځي او ماښام مهال بېرته په ډک نس سره - خپلې ځالې ته - راګرځي.
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español Français Bahasa Indonesia Русский Türkçe اردو 中文 हिन्दी Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili فارسی தமிழ் සිංහල မြန်မာ Deutsch 日本語 Tiếng Việt অসমীয়া Shqip Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands ئۇيغۇرچە ไทย دری Fulfulde Magyar ಕನ್ನಡ Кыргызча Lietuvių or Română Kinyarwanda Српски O‘zbek Moore नेपाली Malagasy тоҷикӣ Oromoo Wolof Soomaali Български Українська Tagalog Azərbaycan ქართული bm Македонскиالشرح
رسول الله صلى الله عليه وسلم پر مونږ ټینګار کوي چې د دنيا او دين په چارو کې د ګټې د لاسته راوړلو او ضرر دفع کولو لپاره پر الله جل جلاله توکل وکړو، ځکه چې له هغه پاک ذات پرته بل څوک د ورکړې، منع کولو، ضرر او یا ګټې رسولو واک نه لري. او دا چې په الله تعالی له رېښتوني باور سره هغه اسباب وکاروو چې ګټې راجلبوي او ضرر دفع کوي، نو کله چې مونږ دا کار وکړ الله تعالی به مونږ ته داسې روزي راکړي لکه هغه مرغانو ته یې چې ورکوي چې سهار وختي وږي وځي او بېګا مهال بېرته ډکې خېټې راګرځي، د الوتونکو دا کار د رزق د پلټنې پسې د اسبابو کارولو یو ډول دی، پرته له دې چې سستي او تمبلي وکړي.فوائد الحديث
د توکل فضیلت او دا چې دا یو له هغو لویو اسبابو څخه دی چې رزق پرې لاسته راوړل کیږي.
توکل د اسبابو له کارولو سره په ټکر کې عمل ندی، ځکه هغه وفرمایل چې ریښتینی توکل د رزق په لټه کې له سهار او بېګا وتلو سره په ټکر کې عمل ندی.
د زړه اعمالو ته د شریعت پاملرنه؛ ځکه چې توکل یو قلبي عمل دی.
یوازې له اسبابو سره تړاو ساتل په دین کې نیمګړتیا ده، او د اسباب کارولو پرېښودل د عقل نیمګړتیا ده.
التصنيفات
د زړونو د أعمالو فضیلت