لَا تَبْدَؤوا الْيَهُودَ وَلَا النَّصَارَى بِالسَّلَامِ، فَإِذَا لَقِيتُمْ أَحَدَهُمْ فِي طَرِيقٍ فَاضْطَرُّوهُ إِلَى أَضْيَقِهِ».…

لَا تَبْدَؤوا الْيَهُودَ وَلَا النَّصَارَى بِالسَّلَامِ، فَإِذَا لَقِيتُمْ أَحَدَهُمْ فِي طَرِيقٍ فَاضْطَرُّوهُ إِلَى أَضْيَقِهِ». " تاسو یهودو او نصاراوو ته په سلام ورکولو پیل مه کوئ، او کله چې تاسو له هغوی څخه د یو سره مخ شوئ نو تنګې لار ته یې اړ کړئ

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لَا تَبْدَؤوا الْيَهُودَ وَلَا النَّصَارَى بِالسَّلَامِ، فَإِذَا لَقِيتُمْ أَحَدَهُمْ فِي طَرِيقٍ فَاضْطَرُّوهُ إِلَى أَضْيَقِهِ». " تاسو یهودو او نصاراوو ته په سلام ورکولو پیل مه کوئ، او کله چې تاسو له هغوی څخه د یو سره مخ شوئ نو تنګې لار ته یې اړ کړئ".

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم یهودو او نصاراوو ته په سلام له پیلولو څخه منع فرمایلې ده، اګر که دوی اهل ذمه هم وي، دا خو لا پریږده چې نور کفار وي، او رسول الله صلی الله علیه وسلم دا په ډاګه کړې ده چې کله موږ له هغوی سره په لار کې مخ شو نو ​​لاره پرې تنګوو، ځکه مؤمن د لارې په منځ کې ځي او څوک چې باید غاړې ته شي هغه کافر دی، او مسلمان باید په هېڅ حالت کې ذلیل پاتې نه شي.

فوائد الحديث

د مسلمان لپاره روا نه دي چې یهودو، نصاراوو او نورو کافرانو ته په سلام ورکولو پیل وکړي.

رواه ده چې دوی ته د سلام ځواب ورکول شي که دوی په سلام اچولو پیل وکړ، چې ورته وویل شي: وعليكم. یعنې او پر تاسو هم.

د مسلمان لپاره روا نه دي چې په قصدي توګه کافر ازار کړي او بې دلیله یې وځوروي؛ تر څو یې تنګې لارې ته اړباسي؛ خو که لاره تنګه وي او یا هم ګڼه ګوڼه وي، نو مسلمان زیات د لارې حقدار دی او کافر به له هغې لارې څنډې ته کیږي.

د مسلمانانو د عزت او د نورو د ذلت ښکاره کول، پرته له دې چې په خبرو کې بې عدالتي او فحش وي.

پر کفارو د لارې تنګول په الله تعالی د دوی د کفر له امله دي، او کېدی شي دا کار د دوی لپاره د اسلام منلو لامل وګرځي، نو له دوزخ څخه به وژغورل شي، که چېرته دوی د دې کار د سبب په لټه کې شي.

پروا نه لري که د اړتیا پر مهال یو مسلمان کافر ته له پیله ووایي چې: څنګه یې، سهار دې څنګه و، شپه دې څنګه وه؟ او داسې نور؛ ځکه چې ممانعت یوازې له سلام څخه راغلی دی.

طیبي رحمه الله فرمايلي دي: غوره شوی نظر دا دی چې بدعت کوونکي ته په سلام پيل نه کیږي او که چا پرې سلام واچاوه په داسې حال کې چې هغه یې نه پېژانده او بیا ښکاره شوه چې هغه ذمي او یا بدعتي دی، نو ودې وایې چې: ما خپل سلام بېرته واخیست، د هغه د سپکاوي لپاره.

التصنيفات

د سلام او اجازې غوښتلو ادبونه