څوک چې د سهار لمونځ وکړي هغه د الله جل جلاله په ساتنه (ذمه) کې دی

څوک چې د سهار لمونځ وکړي هغه د الله جل جلاله په ساتنه (ذمه) کې دی

له جندب بن عبدالله القسري رضي الله عنه څخه روایت دی وایي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "څوک چې د سهار لمونځ وکړي هغه د الله جل جلاله په ساتنه (ذمه) کې دی، نو الله تعالی دې له تاسو څخه د هغه د ذمې په اړه د څه شي غوښتنه ونه کړي، ځکه چې یقینا که چېرته الله تعالی د چا سره د خپلې ذمې په اړه حساب وکړ نو راګیر به یې کړي، بیا به یې پړمخه د جنهم په اور کې وغورځوي".

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې څوک د سهار لمونځ اداء کړي نو هغه د الله په حفاظت، ساتنه او ملاتړ کې دی، د هغه دفاع کوي او هغه برلاسی کوي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې عهد د ماتولو په اړه خبرداری ورکړ چې ( د دې تړون ماتول خو ) یا د سهار د لمانځه په پرېښودلو سره کیږي او یا د سهار په لمونځ کوونکو باندې په راوتلو او برید کولو سره، نو یقینا چې چا دا کار وکړ نو دا ګاونډیتوب یې مات کړ او د سختې سزا مستحق شو، چې الله تعالی به ترې د هغه په حق کې د غفلت په اړه پوښتنه وکړي، او الله تعالی چې د چا پسې شو نو راګیر به یې کړي، بیا به یې پړمخه په اور کې واچوي.

فوائد الحديث

د سهار د لمانځه د اهمیت او فضیلت بیان.

د هغو کسانو لپاره سخت ګواښ چې د سهار لمونځ کوونکي ته ضرر رسول غواړي.

د الله تعالی انتقام له هغه چا څخه د هغه نیکو بندګانو ته لار نیسي.

التصنيفات

د لمانځه فضیلت