إعدادات العرض
اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ غَلَبَةِ الدَّيْنِ، وَغَلَبَةِ الْعَدُوِّ، وَشَمَاتَةِ الْأَعْدَاءِ».…
اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ غَلَبَةِ الدَّيْنِ، وَغَلَبَةِ الْعَدُوِّ، وَشَمَاتَةِ الْأَعْدَاءِ». (یا الله! زه پر تا له زیاتو قرضونو، د دښمن له غلبې او د دښمنانو له خوشحالۍ پناه نیسم)
له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په دې الفاظو سره دعا کوله: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ غَلَبَةِ الدَّيْنِ، وَغَلَبَةِ الْعَدُوِّ، وَشَمَاتَةِ الْأَعْدَاءِ». (یا الله! زه پر تا له زیاتو قرضونو، د دښمن له غلبې او د دښمنانو له خوشحالۍ پناه نیسم).
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt Hausa Kurdî Português සිංහල Nederlands অসমীয়া Kiswahili ગુજરાતી አማርኛ ไทย Oromoo Română മലയാളം Deutsch नेपालीالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم له لاندې شیانو څخه پناه غوښتې ده: لومړی: (اللهم إني أعوذ) (اې الله زه پناه غواړم) (بك) پر تا باندې، او ستا پرته یې پر بل چا نه غواړم (من غلبة الدین) د قرض له غلبې څخه او دا چې راباندې زیات شي، د خفګان او کړاو لامل شي، او ستانه یې د ادا کولو لپاره مرسته غواړم. دویم: (وغلبة العدو) او د دښمن له برلاسي کېدو، د هغه له قهر او تسلط څخه پر تا پناه نیسم، او ستا څخه یې د ضرر د مخنیوي سوال کوم او دا چې پرې برلاسی شم. دریم: (وشماتة الأعداء) او د دښمن له خوشحالیو څخه چې کله مسلمانانو ته کوم مصیبت او تاوان ورسېږي.فوائد الحديث
له هر هغه څه څخه الله تعالی ته په پناه وړلو ټینګار چې انسان له اطاعت څخه بې برخې کوي او غمونه ورپېښوي لکه پور او داسې نور.
په مطلق ډول پور کومه ګناه نشته، بلکې ملامتیا پر هغه چا ده چې په پور پرې کولو کې وفادار نه وي او همدې ته د پور غلبه وایي.
انسان باید له هغو کارونو ډډه وکړي چې خلک پرې خوشحالېږي او دا کارونه د ده لپاره عیب ګڼل کېږي.
د دې خبرې څرګندونه چې کافران له مؤمنانو سره دښمني لري او کله چې پرې مصیبتونه راځي نو هغوی پرې خوشحالېږي.
کله چې دښمن پر سړي خوشحاله شي، دا د انسان لپاره د اصل مصیبت نه هم درنده تمامېږي.
التصنيفات
نبوي دعاګانې