څوک چې له اطاعت څخه ووت، او ټولی یې پرېښوده، بیا مړ شو، نو مرګ یې د جاهلیت مرګ دی

څوک چې له اطاعت څخه ووت، او ټولی یې پرېښوده، بیا مړ شو، نو مرګ یې د جاهلیت مرګ دی

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «څوک چې له اطاعت څخه ووت، او ټولی یې پرېښوده، بیا مړ شو، نو مرګ یې د جاهلیت مرګ دی، او څوک چې د داسې یو بیرغ لاندې وجنګیده چې برخلیک یې نه و معلوم یوازې د خپلوانو او قوم په خاطر په قهر او غصه شي، یا دا چې تعصب ته یې بلنه کوله، او یا یې ملاتړ د تعصب له مخې و، بیا مړ شو، نو مرګ یې د جاهلیت دی، او چا چې زما پر امت خروج وکړ، داسې چې نیک او بد یې له منځه یوسي، او د مؤمن په اړه یې پروا و نه ساتي، او د هېڅ ژمنې والا سره یې په ژمنه وفا نه کوي، نو هغه له ما څخه ندی او زه له هغه څخه نه یم».

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي څوک چې د حاکمانو له اطاعت څخه ووځي او د اسلام له هغې ډلې څخه جلا شي چې له امام سره یې بیعت کړی وي او په همدې حالت کې مړ شي، نو هغه د جاهلیت د خلکو په مرګ مړ شو، هغه خلک چې د امیر اطاعت یې نه کاوه، د یو جماعت سره نه یو ځای کېدل، بلکې دوی بېلابېلې ډلې او ټپلې وې چې یو بل به یې سره وژل. . او هغه صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، څوک چې د داسې بیرغ لاندې وجنګیږي چې حق لورى پکې له باطل څخه روښانه نه وي، یوازې د خپل قوم یا خپلې قبیلې لپاره د تعصب په خاطر غصه کیږي؛ نه د دین او حق د ملاتړ لپاره، نو له بصیرت او پوهې پرته د تعصب له مخې جنګیږي، که چېرته پدې حالت کې ووژل شو، مرګ یې لکه د جاهلیت د مرګ په څېر دی. او دا چې څوک د محمد صلی الله علیه وسلم د امت پر وړاندې بغاوت وکړي، نېک او فاجر دواړه یې وژني، او څه چې کوي هېڅ پروا یې نه ساتي او د هغه له امت څخه د مؤمنانو د وژنې له سزا څخه نه وېریږي، او د کافرانو سره یې چې له چاسره تړون کړی او یا یې د خپلو چارواکو سره تړون کړی، نو وفا پرې نه کوي بلکه ماتوي یې، نو دا لویه ګناه ده، او چا چې دا ګناه وکړه، نو د سخت ګواښ مستحق دی.

فوائد الحديث

د حاکمانو اطاعت د الله تعالی له نافرمانۍ پرته واجب دی.

پدې کې هغو کسانو ته سخت خبرداری دی چې د امام له اطاعت څخه سرغړونه کوي او د مسلمانانو له ټولګي څخه جلا کیږي، نو که پدې حال کې مړ شو، نو د جاهلیت د خلکو په لاره کې مړ شوی دی.

په حدیث کې د تعصب لپاره له جنګ څخه منع راغلې ده.

په وعده وفا کول واجب دی.

په پیروۍ او جماعت سره یو ځای پاتې کېدلو کې ډېر خیر، امنیت، ډاډ او د چارو ښه والی وي.

د جاهلیت د وخت خلکو ته له ورته والي څخه ممانعت.

د مسلمانانو ټولګي سره پر یو ځای کېدو امر.

التصنيفات

پر امام خروج (کودتاه پرې کول)