إعدادات العرض
1- رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مونږ پدې بیعت وکړ چې په سختۍ او اسانۍ، خوښۍ او ناخوښۍ کې به ورڅخه اورو او پيروي به یې کوو، او پدې که چیرته پر مونږ بل چاته ترجیح ورکړل شو (نو عکس العمل به نه ښایو) او پر دې چې د چارواکو (حاکمانو) سره د قدرت په سر مخالفت ونکړو.
2- پر تاسې به امیران وګمارل شي، نو تاسې به یې - خبرې - منئ او یا به یې ردوئ، نو چا چې د هغوی - د شریعت خلاف کړنې - په زړه کې بدې وګڼلې نو هغه براءت وموند، او چا چې د هغوی کړنې په ژبې او لاس سره منع کړې نو هغه نجات وموند، خو که څوک پرې خوښ و او د هغوی پیروي یې وکړه، هغوی وویل: ای د الله رسوله، آیا ورسره ونه جنګیږو، ویې ویل: نه، تر څو چې په تاسو کې لمونځونه ودروي.
3- څوک چې له اطاعت څخه ووت، او ټولی یې پرېښوده او بیا مړ شو، نو مرګ یې د جاهلیت مرګ دی، او څوک چې د داسې یو بیرغ لاندې وجنګیده چې برخلیک یې نه و معلوم یوازې د خپلوانو او قوم په خاطر توریدلی و، یا دا چې تعصب ته یې بلنه کوله، او یا یې ملاتړ د تعصب له مخې و، بیا مړ شو، نو مرګ یې د جاهلیت دی.
4- څوک چې تاسو ته راشي او تاسو ټول په یو سړي راغونډ وئ، او غواړي چې ستاسو یووالی وویشي یا ستاسو ډله خپره کړي، نو هغه ووژنئ.