بَايَعْنَا رسولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم على السَّمْعِ وَالطَّاعَةِ فِي الْعُسْرِ وَالْيُسْرِ، وَالْمَنْشَطِ وَالْمَكْرَهِ، وعلى أَثَرَةٍ علينا

بَايَعْنَا رسولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم على السَّمْعِ وَالطَّاعَةِ فِي الْعُسْرِ وَالْيُسْرِ، وَالْمَنْشَطِ وَالْمَكْرَهِ، وعلى أَثَرَةٍ علينا

له عبادة بن الصامت رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: بَايَعْنَا رسولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم على السَّمْعِ وَالطَّاعَةِ فِي الْعُسْرِ وَالْيُسْرِ، وَالْمَنْشَطِ وَالْمَكْرَهِ، وعلى أَثَرَةٍ علينا، وعلى أَلَّا نُنَازِعَ الْأَمْرَ أهلَه، وعلى أَنْ نَقُولَ بِالْحَقِّ أينما كُنَّا، لا نَخَافُ في الله لَوْمَةَ لَائِمٍ. «مونږ د رسول الله - صلی الله علیه وسلم سره : په تنګلاسۍ او پراختیا، خوښۍ او ناخوښۍ، بیعت وکړ او دا چې په خپل ځان به - هغه- ته لومړیتوب ورکوو، او دا چې د واک په سر به یې له خاوندانو سره شخړه نه کوو، او دا چې حق به وایو که هر چېرته وو، او د الله تعالی په اړه به د هېڅ ملامتوونکي له ملامتیا څخه نه وېریږو».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم له صحابه کرامو څخه په اسانۍ او سختۍ او د شتمنۍ او بې وزلۍ په حالت کې ژمنه او تعهد واخیست چې د آمر او چارواکو پیروي به کوي، برابره خبره ده که د هغوی امرونه نفس منل یا یې بد ګڼل، تر دې چې که چېرته چارواکو په عامه شتمنیو منصبونو او داسې نورو شیانو کې ولس باندې ځان ته لومړیتوب ورکاوه، نو بیا یې هم په نیکیو کې اطاعت واجب دی، او دا چې خروج به پرې نه کوي ځکه چې هغوی سره په جنګ کولو کې فتنه او فساد له هغه نارواوو څخه ډیر لوی دی چې له دوی سره د هغوی د ظلم له امله رامنځته کیږي، او له هغه څخه چې دوی پرې ژمنه وکړه دا و چې هر ځای کې به حق وایي، او الله تعالی ته به یې پکې نیت خالص وي، او د چا له ملامتیا څخه به نه وېریږي.

فوائد الحديث

چارواکو ته په غوږ اېښودلو او له اوامرو څخه یې په پیروۍ کولو کې دا ګټه ده چې مسلمانان یو کیږي او تفرقه له منځه ځي.

په اسانۍ او سختۍ کې د الله تعالی له نافرمانۍ پرته په نورو چارو کې د مسؤلینو اورېدل او اطاعت واجب دی، همدا رنګه په تنګلاسۍ او اسانتیا، خوښۍ او ناخوښۍ، او هغه څه کې چې هغوی پرې ځانته په نورو لومړیتوب ورکوي.

حق وییل پر مونږ واجب دي، هر چېرته چې وو، پرته لدې چې د الله جل جلاله په حق کې له چانه ووېریږو.

التصنيفات

شرعي سیاست, پر امام خروج (کودتاه پرې کول)