?تَعَاهَدُوا هَذَا الْقُرْآنَ، فَوَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ لَهُوَ أَشَدُّ تَفَلُّتًا مِنَ الْإِبِلِ فِي عُقُلِهَا».…

?تَعَاهَدُوا هَذَا الْقُرْآنَ، فَوَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ لَهُوَ أَشَدُّ تَفَلُّتًا مِنَ الْإِبِلِ فِي عُقُلِهَا». "دا قرآن (په سینو کې د ساتلو په موخه) وخت په وخت ولولئ ، ځکه په هغه ذات قسم دی چې د محمد - صلی الله علیه وسلم - روح د هغه په ​​لاس کې دی چې دا (له انسان څخه) په تېښته کې له هغه اوښ څخه ډېر تېز دی چې په ګونډه کې ولکه شوی وي

له ابو موسی الاشعري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «تَعَاهَدُوا هَذَا الْقُرْآنَ، فَوَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ لَهُوَ أَشَدُّ تَفَلُّتًا مِنَ الْإِبِلِ فِي عُقُلِهَا». "دا قرآن (په سینو کې د ساتلو په موخه) وخت په وخت ولولئ ، ځکه په هغه ذات قسم دی چې د محمد - صلی الله علیه وسلم - روح د هغه په ​​لاس کې دی چې دا (له انسان څخه) په تېښته کې له هغه اوښ څخه ډېر تېز دی چې په ګونډه کې ولکه شوی وي".

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلى الله عليه وسلم د قرآن سره په ژمن پاتې کېدلو امر کوي چې باید وخت په وخت تلاوت کړای شي تر څو يې په سينه كې له ساتلو وروسته هېر نه كړي، پدې خبره رسول الله صلی الله علیه وسلم د قسم په یادولو سره ټینګار وکړ چې قرآن کریم له انسان څخه په تللو او له سینو څخه په وتلو کې له هغه اوښ څخه ډېر تېز دی چې په ګونډه کې ولکه شوی وي؛ نو که یو سړی یې وخت په وخت احوال واخلي (تلاوت یې کړي) په واک کې به یې پاتې شي او که یې پرېښود نو ترې ځي او بیا ورکیږي.

فوائد الحديث

كه د قرآن کریم حافظ وخت په وخت تلاوت وكړي، نو دا به يې په زړه كې وساتل شي، كه نه نو له هغه څخه ځي او ترې هیریږي.

وخت په وخت د قرآن کریم د تلاوت له ګټو څخه: د قیامت په ورځ اجر او د مرتبې لوړوالی دی.

التصنيفات

قرآن کریم ته د پاملرني فضیلت, قرآن کریم ته د پاملرني فضیلت