هغه چا روژه نده نیولې (روژه یې صحیح نده) چې ټول عمر پرلپسې روژې نیسي، یقینا چې (په میاشت کې) درې ورځې روژه نیول داسې دي لکه ټوله میاشت روژه نیول

هغه چا روژه نده نیولې (روژه یې صحیح نده) چې ټول عمر پرلپسې روژې نیسي، یقینا چې (په میاشت کې) درې ورځې روژه نیول داسې دي لکه ټوله میاشت روژه نیول

له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «ته په دوامداره توګه روژه نیسې او د شپې تهجد کوې؟» ما وویل: «هو.» هغه وفرمایل: «کله چې ته داسې کوې، نو له امله یې سترګې ستړې او بدن ګمزوری کیږي هغه چا روژه نده نیولې (روژه یې صحیح نده) چې ټول عمر پرلپسې روژې نیسي، یقینا چې (په میاشت کې) درې ورځې روژه نیول داسې دي لکه ټوله میاشت روژه نیول» ما وویل: «زه تر دې هم زیات کولای شم» هغه وفرمایل: «نو د حضرت داود علیه السلام روژه ونیسه، هغه به یوه ورځ روژه نیوله او یوه ورځ به بوزه کېده، او د جګړې پر مهال به یې له میدان څخه تېښته نه کوله».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته خبر ورسېد چې عبدالله بن عمرو رضی الله عنهما ټول کال پرله‌پسې روژې نیسي او نه‌ یې ماتوي، او ټوله شپه لمونځ کوي او نه‌ ویده کېږي؛ نو له دې کاره یې منع کړ او ورته یې وویل: "روژه نیسه او بوزه کېږه هم، تهجد کوه او ویده کېږه هم". او له پرله‌پسې روژو نیولو او ټولې شپې لمونځ کولو یې منع کړ، او ورته یې وفرمایل: "بېشکه که ته دا کار وکړې، نو سترګې به دې کمزورې شي، ژورې به شي او دننه به لاړې شي، نفس به دې ستړی، تن به دې ستومانه او کمزوری شي؛ نو هغه چا روژه نده نېولې چې ټول کال روژه کیږي، ځکه د روژې ثواب نه ترلاسه کوي، او نه بوزه شوی دی، ځکه چې تل به یې روژه نېولې وه." بیا یې ورته لارښوونه وکړه چې له هرې میاشتې څخه درې ورځې روژه ونیسي، نو داسې به وي لکه ټول کال چې روژه شوی وي؛ ځکه (په ثواب کې) هره ورځ د لسو ورځو سره برابره ده، او دا تر ټولو لږ زیاتوالی دی چې له مخې یې نیکي څو چنده کیږي. نو عبد الله وویل: زه لدې زیاته وړتیا ولرم. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: چې داسې ده نو د داود علیه السلام په څېر روژه ونیسه چې هغه د (نفلي) روژو نیولو لپاره تر ټولو غوره حالت دی، هغه به یوه ورځ روژه نیوله او بله ورځ به بوزه کېده، او د ښمن سره د مخ کېدو پر مهال به یې تېښته نه کوله؛ ځکه روژې نیولو یې بدنه نه و کمزوری کړی.

فوائد الحديث

له هرې میاشتې څخه درې ورځې روژه نیول (په ثواب کې داسې دي) لکه ټول کال روژه نیول، ځکه چې نیکي یو په لس چنده ده، نو دیرش روژې کیږي، کله چې له هرې میاشتې درې ورځې روژه ونیسي، نو داسې ده لکه ټول کال چې روژه شوی وي.

د الله (جل جلاله) لور ته د بلنې له اسلوبونو څخه یوه نېکو اعمالو ته تشویقول او د هغې ثواب او پرې د دوامداره پاتې کېدلو د ثواب یادونه ده.

خطابي - رحمه الله - ویلي: د عبدالله بن عمرو رضی الله عنه د کیسې لنډیز دا دی چې الله تعالی خپل بنده یوازې د روژې نیولو لپاره نه دی مکلف کړی، بلکې هغه یې د عبادت پر مختلفو ډولونو مکلف کړی دی، نو که یو څوک خپل ټول طاقت یوازې پر یوه عبادت کې مصرف کړي، په نورو عبادتونو کې به پاتې راشي، نو غوره دا ده چې اعتدال (منځ‌لاریتوب) اختیار شي، ترڅو له خپلې قوې څخه یوه برخه نورو عبادتونو ته پاتې شي، او همدې معنا ته د نبي علیه‌السلام په دې وینا کې اشاره شوې ده چې د داوود علیه‌السلام په اړه یې وفرمایل: "او هغه به د دښمن له مخامخ کېدو څخه تښته نه کوله" — ځکه چې هغه به په بوزه کېدلو سره ځان د جهاد لپاره پیاوړی کاوه.

له سخت‌ګیرۍ او مبالغې څخه په عبادت کې منع شوې ده، او خیر په دې کې دی چې سنت تعقیب شي.

د جمهور علماوو مذهب دا دی چې ټول عمر روژه نیول مکروه عمل دی، او که څوک پر خپل ځان سختي راولي، ځان ته ضرر ورسوي، ځان مجبوروي او د نبي صلی الله علیه وسلم له سنت څخه مخ اړوي، پدې باور چې د هغه له څخه سنت څخه بله تګلاره غوره ده، نو بیا یې نیول حرام دي.

التصنيفات

نفلي روژه