مَنْ قَرَأَ بِالْآيَتَيْنِ مِنْ آخِرِ سُورَةِ الْبَقَرَةِ فِي لَيْلَةٍ كَفَتَاهُ». "څوک چې په شپه کې د سورت البقرې دوه وروستي آيتونه ولولي، د هغه لپاره بسنه کوي

مَنْ قَرَأَ بِالْآيَتَيْنِ مِنْ آخِرِ سُورَةِ الْبَقَرَةِ فِي لَيْلَةٍ كَفَتَاهُ». "څوک چې په شپه کې د سورت البقرې دوه وروستي آيتونه ولولي، د هغه لپاره بسنه کوي

له ابو مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَنْ قَرَأَ بِالْآيَتَيْنِ مِنْ آخِرِ سُورَةِ الْبَقَرَةِ فِي لَيْلَةٍ كَفَتَاهُ». "څوک چې په شپه کې د سورت البقرې دوه وروستي آيتونه ولولي، د هغه لپاره بسنه کوي".

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې: څوک چې د سورت البقرې دوه وروستي آیتونه د شپې پر مهال ولولي نو الله تعالی د هغه لپاره بسنه کوي چې له هرې بدۍ او مصیبت څخه یې وساتي. او داسې هم وییل شوي چې (معنا یې دا ده چې) دا آیتونه ورته د شپې له تهجدو څخه بسنه کوي، او وییل شوي چې له نورو ټولو اذکارو څخه ورته بسنه کوي، او وییل شوي چې دا تر ټولو کم هغه څه دي چې باید د شپې په تهجدو کې ولوستل شي او داسې نورې ویناوې هم شوي دي، او کېدای شي ټول هغه څه چې پدې اړه وویل شول سم وي ځکه چې دا الفاظ ورته شاملیږي.

فوائد الحديث

د سورت البقرې د وروستۍ برخې فضیلت، چې د الله تعالی لدې وینا څخه پيلیږي (آمن الرسول) د سورت تر پای پورې.

د البقرې سورت وروستي آیتونه چې کله د شپې مهال ولوستل شي نو له لوستونکي څخه هره بدي، شر او شیطان دفع کوي.

شپه د لمر په ډوبېدو سره پيلیږي او د سهار په راختلو سره پای ته رسیږي.

التصنيفات

د سورتونو او آیتونو فضیلت, د سهار او بیګا ادبونه