إعدادات العرض
هغه یوه ورځ هم داسې ندي ویلي چې اې زما ربه! ماته د قیامت په ورځ زما ګناهونه وبخښه
هغه یوه ورځ هم داسې ندي ویلي چې اې زما ربه! ماته د قیامت په ورځ زما ګناهونه وبخښه
له عائشې رضی الله عنها څخه روایت دی چې وایې: قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ، ابْنُ جُدْعَانَ كَانَ فِي الْجَاهِلِيَّةِ يَصِلُ الرَّحِمَ، وَيُطْعِمُ الْمِسْكِينَ، فَهَلْ ذَاكَ نَافِعُهُ؟ قَالَ: «لَا يَنْفَعُهُ، إِنَّهُ لَمْ يَقُلْ يَوْمًا: رَبِّ اغْفِرْ لِي خَطِيئَتِي يَوْمَ الدِّينِ». «ما وویل: اې د الله رسوله، ابن جدعان به په جاهلیت کې خپلوي ( صله رحمي ) پاللـه او مسکینانو ته به یې ډوډۍ ورکوله، نو آیا دا - کارونه - ورته ګټه رسوي؟ هغه وفرمایل: « ګټه ورته نه رسوي، هغه یوه ورځ هم داسې ندي ویلي چې اې زما ربه! ماته د قیامت په ورځ زما ګناهونه وبخښه».
الترجمة
العربية English မြန်မာ Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands اردو Español Bahasa Indonesia ئۇيغۇرچە বাংলা Türkçe Bosanski සිංහල हिन्दी Tiếng Việt Kurdî Hausa മലയാളം తెలుగు Kiswahili ไทย অসমীয়া Shqip دری Ελληνικά Български Fulfulde Italiano ಕನ್ನಡ Кыргызча Lietuvių Malagasy or Română Kinyarwanda Српски тоҷикӣ O‘zbek नेपाली Moore Oromoo Wolof Soomaali Tagalog Français Azərbaycan Українська bm தமிழ் Deutsch ქართული Português Македонски Magyar فارسی Русский 中文الشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم د عبدالله بن جدعان په اړه چې له اسلام څخه مخکې د قریشو له مشرانو څخه و، وفرمایل: د هغه له نیکو اعمالو څخه دا دي چې خپلوانو سره خپلولي پالي، له هغوی سره نیکي کوي، مسکینانو ته خواړه ورکوي او داسې نور نیک کارونه کوي چې اسلام یې په تر سره کولو ټینګار کړی دی، نو په الله تعالی باندې د هغه د کفر له امله ورته دا کارونه په آخرت کې هیڅ ګټه نه رسوي، ځکه هغه یوه ورځ هم ندي ویلي چې: ربه، د قیامت په ورځ زما ګناه راوبخښه.فوائد الحديث
د ایمان د فضیلت بیان، او دا چې - ایمان - د عمل د قبلېدو لپاره شرط دی.
د کفر د بدبختۍ بیان، او دا چې - کفر - د نیکو کارونو د له منځه وړونکو څخه یو دی.
کافرانو ته په آخرت کې د هغوی علمونه ګټه نه رسوي، ځکه چې دوی په الله او د آخرت په ورځ ایمان نه لري.
د کفر په صورت کې د انسان عملونه د هغه لپاره لیکل کیږي، که چیرې هغه مسلمان شي نو هغه ته پرې بدله ورکول کیږي.