?وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لَيُوشِكَنَّ أَنْ يَنْزِلَ فِيكُمْ ابْنُ مَرْيَمَ حَكَمًا مُقْسِطًا، فَيَكْسِرَ الصَّلِيبَ، وَيَقْتُلَ الخِنْزِيرَ، وَيَضَعَ…

?وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لَيُوشِكَنَّ أَنْ يَنْزِلَ فِيكُمْ ابْنُ مَرْيَمَ حَكَمًا مُقْسِطًا، فَيَكْسِرَ الصَّلِيبَ، وَيَقْتُلَ الخِنْزِيرَ، وَيَضَعَ الجِزْيَةَ، وَيَفِيضَ المَالُ حَتَّى لاَ يَقْبَلَهُ أَحَدٌ». «قسم په هغه ذات چې زما روح د هغه په لاس کې دی، نږدې ده چې په تاسو کې به عیسې زوی د مریمې په عدالت قایمولو سره راښکته شي، صلیب به مات کړي او خنزیر به ووژني، جزیه به وټاکي، او مال به دومره پراخه شي چې هېڅوک به یې (د صدقې په حېث) نه قبلوي

له أبوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دي وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لَيُوشِكَنَّ أَنْ يَنْزِلَ فِيكُمْ ابْنُ مَرْيَمَ حَكَمًا مُقْسِطًا، فَيَكْسِرَ الصَّلِيبَ، وَيَقْتُلَ الخِنْزِيرَ، وَيَضَعَ الجِزْيَةَ، وَيَفِيضَ المَالُ حَتَّى لاَ يَقْبَلَهُ أَحَدٌ». «قسم په هغه ذات چې زما روح د هغه په لاس کې دی، نږدې ده چې په تاسو کې به عیسې زوی د مریمې په عدالت قایمولو سره راښکته شي، صلیب به مات کړي او خنزیر به ووژني، جزیه به وټاکي، او مال به دومره پراخه شي چې هېڅوک به یې (د صدقې په حېث) نه قبلوي».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه قسم یادوي چې د عیسی علیه السلام د راکوزېدو وخت نږدې شوی دی تر څو خلکو کې د محمدي شریعت په رڼا کې په عدل فیصله وکړي. او دا چې دی به هغه صلیب ماتوي چې مسیحیان یې درناوی کوي. او دا چې عیسی علیه السلام به خنزیر وژني. او دا چې هغه علیه السلام به جزیه ږدي، او ټول خلک به اړباسي تر څو په اسلام کې داخل شي. او دا چې مال به دومره زیات شي چې د زیاتوالي له امله به یې هېڅوک نه اخلي؛ د ډېر والي له وجې، او هر څوک به په هغه څه به بې نیازه وي چې په لاس کې یې لري، او دا چې پرلپسې برکتونه او خیراتونه به نازل شي.

فوائد الحديث

په وروستۍ زمانه کې د عیسی علیه السلام د راکوزېدلو ثبوت، او دا چې د هغه راکوزېدل د قیامت له نښانو څخه ده.

نور شریعتونه د رسول الله صلی الله علیه وسلم شریعت نه منسوخوي.

په اخره زمانه کې په مال کې د برکتونو نازلېدل، په داسې حال کې چې خلک به ترې ډډه کوي.

د اسلامي دین په باقي پاتې کېدو سره زیری، چې عیسی علیه السلام به پرې په اخره زمانه کې فیصلې کوي.

التصنيفات

مخکني أنبیاء او رسولان علیهم السلام, زمونږ نبي؛ محمد صلی الله عليه وسلم., برزخي ژوند, د اسلامي دین عمومیت