إعدادات العرض
مَنْ كَذَبَ عَلَيَّ مُتَعَمِّدًا فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ». "څوک چې په قصدي توګه پر ما درواغ ووايي، هغه دې په دوزخ کې د خپل د ناستي ځای وټاکي
مَنْ كَذَبَ عَلَيَّ مُتَعَمِّدًا فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ». "څوک چې په قصدي توګه پر ما درواغ ووايي، هغه دې په دوزخ کې د خپل د ناستي ځای وټاکي
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: «مَنْ كَذَبَ عَلَيَّ مُتَعَمِّدًا فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ». "څوک چې په قصدي توګه پر ما درواغ ووايي، هغه دې په دوزخ کې د خپل د ناستي ځای وټاکي ".
[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]
الترجمة
ar en my sv cs gu yo ur id ug si hi ha sw as prs ky or tr vi ne rw te bs lt ro ml nl so sr ku uk de kn wo mos sq pt ka az zh hu fa mk ta ru bn mgالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې څوک په قصدي توګه پر هغه دروغ ووايي، داسې چې هغه ته په دروغو سره د وینا یا کړنې نسبت وکړي، نو په اخرت کې به د هغه ځای دوزخ وي؛ دا به یې د دروغو جزا وي چې پر هغه یې تپلي دي.فوائد الحديث
په رسول الله صلی الله علیه وسلم په قصدي او عمدي توګه دروغ ویل؛ دوزخ ته د داخلېدو لامل ګرځي.
پر رسول الله صلی الله علیه وسلم دروغ ویل داسې نه دي لکه په نورو ټولو خلکو دروغو ویل، ځکه چې په دین او دنیا کې د لویو لویو فسادونو لامل ګرځي.
له کره والي وړاندې د احادیثو له خپرولو څخه ډډه کول، تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې د صحت نسبت معلوم شي.