إعدادات العرض
اې خلکو، یقینا چې الله جل جلاله ستاسو څخه د جاهلیت غرور او په پلرونو ویاړ لرې کړی دی
اې خلکو، یقینا چې الله جل جلاله ستاسو څخه د جاهلیت غرور او په پلرونو ویاړ لرې کړی دی
له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چې: أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَطَبَ النَّاسَ يَوْمَ فَتْحِ مَكَّةَ، فَقَالَ: «يَا أَيُّهَا النَّاسُ، إِنَّ اللهَ قَدْ أَذْهَبَ عَنْكُمْ عُبِّيَّةَ الْجَاهِلِيَّةِ وَتَعَاظُمَهَا بِآبَائِهَا، فَالنَّاسُ رَجُلَانِ: بَرٌّ تَقِيٌّ كَرِيمٌ عَلَى اللهِ، وَفَاجِرٌ شَقِيٌّ هَيِّنٌ عَلَى اللهِ، وَالنَّاسُ بَنُو آدَمَ، وَخَلَقَ اللهُ آدَمَ مِنْ تُرَابٍ، قَالَ اللهُ: {يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ} [الحجرات: 13]».رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکې د فتحې په ورځ خلکو ته خطبه ورکړه نو ویې وییل: « اې خلکو، یقینا چې الله جل جلاله ستاسو څخه د جاهلیت غرور او په پلرونو ویاړ لرې کړی دی ، خلک دوه ډوله دي، نیک، پرهیزګاه او د الله تعالی په وړاندې عزتمن، او بې لارې بدبخته، او د خلکو په وړاندې سپک، او خلک د آدم اولاده دي، او الله تعالی آدم له خاورې پیدا کړی دی، الله تعالی فرمایلي: {يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ} [الحجرات: 13] .اې خلکو! بېشكه مونږ تاسو له يوه سړي او له یوې ښځې پیدا كړي یئ او مونږ تاسو څانګې او قبیلې ګرځولي یئ، د دې لپاره چې تاسو یو بل سره وپېژنئ، بېشكه د الله په نیز په تاسو كې ډېر عزتمن، ستاسو زیات پرهېزګار دى، بېشكه الله ښه پوه، ښه خبردار دى».
الترجمة
العربية English မြန်မာ Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands اردو Bahasa Indonesia ئۇيغۇرچە বাংলা Türkçe සිංහල हिन्दी Tiếng Việt Hausa తెలుగు Kiswahili ไทย অসমীয়া دری Кыргызча Lietuvių Kinyarwanda नेपाली മലയാളം Bosanski Italiano ಕನ್ನಡ Kurdî Oromoo Română Shqip Soomaali Српски Українська Wolof Moore Tagalog Malagasy தமிழ் Azərbaycan فارسی ქართული 中文 Magyarالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکې د فتحې په ورځ خلکو ته په خطاب کې وفرمایل: اې خلکو، الله تعالی ستاسو څخه د جاهلیت کبر، ویاړ، ننګ او په پلرونو ویاړ پورته او لرې کړ او یقینا چې خلک دوه ډوله دي: یا خو مؤمن، صالح، پرهېزګار، فرمانبردار او د الله سبحانه وتعالی عبادت کوونکی وي، نو دا سړی د الله تعالی په وړاندې عزتمن دی، که څه هم د خلکو په اند د اصل او نسب خاوند څخه وي. او یا کافر، بی لارې او بدبخته چې دا د الله تعالی په وړاندې سپک دی، او هېڅ ارزښت نه لري، که څه هم د اصل له اړخه د غوره مرتبې، وقار او واک خاوند وي. او خلک ټول د آدم اولادونه دي، او الله تعالی آدم له خاورې څخه پيدا کړی دی، نو هغه څوک چې اصل یې له خاورې څخه وي ورته نه ښایي چې کبر وکړي او ځانته مغروره شي، د الله تعالی دا وینا د دې خبرې تصدیق کوي چې فرمایي: {يا أيها الناس إنا خلقناكم من ذكر وأنثى وجعلناكم شعوبا وقبائل لتعارفوا إن أكرمكم عند الله أتقاكم إن الله عليم خبير} [الحجرات: 13].اې خلکو! بېشكه مونږ تاسو له يوه سړي او له یوې ښځې پیدا كړي یئ او مونږ تاسو څانګې او قبیلې ګرځولي یئ، د دې لپاره چې تاسو یو بل سره وپېژنئ، بېشكه د الله په نیز په تاسو كې ډېر عزتمن، ستاسو زیات پرهېزګار دى، بېشكه الله ښه پوه، ښه خبردار دى.فوائد الحديث
په اصل او نسب له ویاړ کولو څخه ممانعت.