إعدادات العرض
کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله ملا له رکوع څخه پورته کړه نو - دا دعا به یې وویله: «سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ
کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله ملا له رکوع څخه پورته کړه نو - دا دعا به یې وویله: «سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ
له ابن ابي اوفی رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله ملا له رکوع څخه پورته کړه نو - دا دعا به یې وویله: «سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، اللَّهُمَّ رَبَّنَا لَكَ الْحَمْدُ، مِلْءَ السَّمَاوَاتِ وَمِلْءَ الْأَرْضِ وَمِلْءَ مَا شِئْتَ مِنْ شَيْءٍ بَعْدُ». الله د هغه چا - وینا - واورېده چې د هغه ثنا یې وویله، اې الله زمونږه ربه ستا لره ستاینه ده، د آسمانونو د ډکوالي او د ځمکې د ډکوالي او د هغه څه د ډکوالي په اندازه چې له دوی نه وروسته دي».
الترجمة
ar en my sv cs gu yo nl ur id ug bn tr si hi vi ha sw as prs ky lt rw ne te bs kn ku ml ro so sq sr uk wo mos pt tl ta az fa ka zh hu de ru am bm mk mg omالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله په لمانځه کې خپله ملا له رکوع څخه راپورته کړه نو "سمع الله لِمَن حمده"، به یې وییل، یعنې چا چې د الله تعالی ستاینه وکړه، الله تعالی یې دعا قبوله کړه او د هغه ستاینه یې ومنله، بیا پدې وینا سره د الله تعالی ثنا بیانوي : اللَّهُمَّ رَبَّنَا لَكَ الْحَمْدُ، مِلْءَ السَّمَاوَاتِ وَمِلْءَ الْأَرْضِ وَمِلْءَ مَا شِئْتَ مِنْ شَيْءٍ بَعْدُ "، یعنې اې الله تا لره ستاینه ده، د آسمانونو او ځمکې د ډکوالي په اندازه او هغه څه چې لدې څخه وروسته دي، داسې ستاینه چې آسمانونه او ځمکې ډکوي او څه یې چې تر منځه دي، او هغه څه ډکوي چې الله یې وغواړي.فوائد الحديث
د هغه څه بیان چې لمونځ کوونکي ته مستحب دي چې له رکوع څخه د پورته کېدلو پر مهال یې ووایي.
د رکوع څخه له راپورته کېدلو نه وروسته د برابرېدو او اطمینان مشروعیت؛ ځکه چې شوني نده دا ذکر ووایي پرته لدې چې برابر او مطمئن نه شي.
دا ذکر په ټولو لمونځونو کې مشروع دی، هغه که فرض لمونځونه وي او یا نفل.