?‌أَلَا ‌أُنَبِّئُكُمْ بِأَكْبَرِ الْكَبَائِرِ؟

?‌أَلَا ‌أُنَبِّئُكُمْ بِأَكْبَرِ الْكَبَائِرِ؟

له ابو بکرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «‌أَلَا ‌أُنَبِّئُكُمْ بِأَكْبَرِ الْكَبَائِرِ؟» ثَلَاثًا، قَالُوا: بَلَى يَا رَسُولَ اللهِ، قَالَ: «الْإِشْرَاكُ بِاللهِ، وَعُقُوقُ الْوَالِدَيْنِ» وَجَلَسَ وَكَانَ مُتَّكِئًا، فَقَالَ: «أَلَا وَقَوْلُ الزُّورِ»، قَالَ: فَمَا زَالَ يُكَرِّرُهَا حَتَّى قُلْنَا: لَيْتَهُ سَكَتَ. «‌آیا زه تاسو ته د تر ټولو لویو ګناهونو څخه خبر درنکړم»؟ درې ځلې (یې دا خبره تکرار کړه) هغوی وویل: هو (یعنې خبر راکړه) اې د الله جل جلاله رسوله! ویې فرمایل: د الله سره شرک کول او د مور او پلار نافرماني» او کېناست، پداسې حال کې چې تکیه یې وهلې وه، نو ویې فرمایل: « خبردار اوسئ د دروغو د ګواهۍ په اړه» (یعنې ځان ترې وساتئ)،وایې: تر هغه پورې یې دا خبره تکراروله تر دې چې مونږ وویل: کاش چې چپ شوی وای.

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو اصحابو ته د لویو ګناهونو په اړه خبر ورکوي، نو له دې دریو ګناهونو یادونه یې وکړه: 1. له الله جل جلاله سره شرک كول: او شرک له الله جل جلاله پرته بل چاته د هر ډول عبادت کول او د غیر الله سره په الوهیت، ربوبیت، اسماء او صفاتو کې د الله جل جلاله برابرولو ته وایي. 2. د مور او پلار نا فرماني: دا د مور او پلار هر ډول ازارول دي، هغه که په وینا سره وي یا په کړنه، او د هغوی سره نیکي پرېښودل دي. 3. دروغ وینا، چې له جملې څخه یې د دروغو ګواهي ده، او د دروغو ګواهي له هغه دروغ وینا څخه عبارت ده چې موخه ترې د بل چا حق د پښو لاندې کول دي؛ چې یا یې مال واخیستل شي او یا یې په عزت، ناموس او داسې نورو تیری وشي. رسول الله صلى الله عليه وسلم په تکراري ډول له دروغ وینا څخه وېرول کړي تر څو یې بدوالي او په ټولنه کې ناوړه پایلو ته د خلکو پام راواړوي، تر دې چې د زیات تکرار له امله صحابه کرامو وویل چې کاش چپ شوی وای؛ پر هغه د ترحم له امله او د هغه کار د بدوالي له امله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم زوروي.

فوائد الحديث

د الله جل جلاله سره شرک کول تر ټولو ستره ګناه ده؛ لدې امله یې لویه او د ګناهونو په سر کې راوستله، د الله جل جلاله دا وینا د همدې خبرې تایید کوي چې فرمايي: {إن الله لا يَغْفِرُ أن يشرَكَ به وَيَغْفِرُ مَا دونَ ذلِكَ لِمَنْ يشَاء}. «بېشكه الله نه بخښي چې له هغه سره دې (څوک) شریک كړى شي او هغه بخښي هغه (ګناه) چې له دې (شرک) نه كمه وي د چا لپاره چې وغواړي».

د مور او پلار د حقوقو عظمت، ځکه چې د دوی دواړو حق یې د خپل حق سره یو ځای ذکر کړی.

ګناهونه په لویو او وړو وېشل کیږي، لویه (کبیره) ګناه : هغه ده چې دنیوي سزا پرې (ټاکل شوي) وي لکه: حدود، لعنت، او یا پرې په اخرت کې ګواښ شوی وي لکه: اور ته په ننوېستلو ګواښ، او دا چې لوی ګناهونه ښکته او پورته لري، نو ځینې یې له ځینو نورو څخه په حراموالي کې سخت وي، او له لویو ګناهونو پرته نور واړه دي.

التصنيفات

ناوړه أخلاق, د ګناهونو بدي