هغه رګ دی، خو د هغو ورځو په اندازه لمونځ پرېږده څومره به چې مخکې حيض کېدلې، بیا غسل وکړه او لمونځ وکړه

هغه رګ دی، خو د هغو ورځو په اندازه لمونځ پرېږده څومره به چې مخکې حيض کېدلې، بیا غسل وکړه او لمونځ وکړه

له ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې فاطمه بنت أبی حبیش له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه ویې وییل: زه چې حيض شم نه پاکیږم، نو آیا لمونځ پرېږدم؟ هغه وفرمایل: «لَا، إِنَّ ذَلِكِ عِرْقٌ، وَلَكِنْ دَعِي الصَّلاَةَ قَدْرَ الأَيَّامِ الَّتِي كُنْتِ تَحِيضِينَ فِيهَا، ثُمَّ اغْتَسِلِي وَصَلِّي». «نه، هغه رګ دی، خو د هغو ورځو په اندازه لمونځ پرېږده څومره به چې مخکې حيض کېدلې، بیا غسل وکړه او لمونځ وکړه».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

فاطمه بنت حبیش له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه ویې وییل: زما وینه نه دریږي او همداسې جاري وي تر دې چې د حيض نېټه هم تېره شي، نو آیا حکم یې د حيض حکم دی چې لمونځ پرېږدم؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: هغه د استحاضې وینه ده چې په حقیقت کې د ناروغۍ وینه ده او په رحم کې د یو رګ د پرې کېدو له امله رامنځته کېږي او د حېض وینه نه ده. نو کله چې د حیض وخت راشي چې ته به پکې د میاشتني عادت له مخې حیض کېدلې مخکې لدې چې دا ناروغي درته پیدا شي، نو لمونځ، روژه او هر هغه کار پرېږده چې حیض لرونکي ترې د حېض پر مهال منع شوي دي. او کله چې د هغه نیټې په اندازه وخت پای ته ورسیږي، نو ته به له حېض څخه پاکه شوې یې، نو د وینې ځای ومینځه، بیا دې ټول ځان په بشپړه توګه ووینځه چې بې اودسي درڅخه لاړه شي، بیا لمونځ وکړه.

فوائد الحديث

د حیض د پای ته رسېدو پر مهال د ښځې لپاره غسل کول واجب دي.

په مستحاضې لمونځ واجب دی.

حیض: طبیعي وینه ده چې رحم یې د بالغې ښځې د شرمګاه له لارې وباسې، چې په معلومه نیټه کې پرې راځي.

استحاضه: د رحم له لاندې برخې څخه بې وخته د وینې له راتګ څخه عبارت ده او دا چې وینه د رحم له بېخ (منځ) څخه نه راوځي.

د حیض او استحاضې د وینو تر منځ توپیر: د حېض وینه توره او بدبویه وي، او د استحاضې وینه سره او نرۍ وي او هېڅ بد بویي نه لري.

التصنيفات

حیض، نفاس او استحاضه, حیض، نفاس او استحاضه