أَقْرَبُ مَا يَكُونُ الرَّبُّ مِنَ العَبْدِ فِي جَوْفِ اللَّيْلِ الآخِرِ

أَقْرَبُ مَا يَكُونُ الرَّبُّ مِنَ العَبْدِ فِي جَوْفِ اللَّيْلِ الآخِرِ

له ابو امامه رضي الله عنه نه روايت دی وایي چې عمرو بن عبسة رضي الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي چې فرمايل یې: «أَقْرَبُ مَا يَكُونُ الرَّبُّ مِنَ العَبْدِ فِي جَوْفِ اللَّيْلِ الآخِرِ، فَإِنْ اسْتَطَعْتَ أَنْ تَكُونَ مِمَّنْ يَذْكُرُ اللَّهَ فِي تِلْكَ السَّاعَةِ فَكُنْ». "د نیمایي شپې په وروستۍ برخه کې الله تعالی بنده ته تر ټولو زیات نږدې وي، نو که دې وکولی شول له هغو خلکو شې چې هغه شیبېه کې الله یادوي نو شه".

[حسن] [ترمذی روایت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د شپې په وروستۍ دریمه برخه کې الله تعالی بنده ته ډېر نږدې وي؛ نو اې مؤمنه! که موفَق شوې او ودې کولی شول چې په دغه وخت کې له عبادت کوونکو، لمونځ کوونکو، ذکر کوونکو او توبه کوونکو څخه شې، نو دا یو فرصت دی چې له لاسه ورکول یې په کار نه دي، او باید کوښښ پکې وشي.

فوائد الحديث

د شپې په وروستۍ برخه کې ذِکر کولو ته د مسلمان هڅوونه.

وختونه په خپلو کې د ذکر، دعا او لمانځه لپاره یو پر بل فضیلتونه لري.

دلته دوه روایتونه راغلي: هغه وخت چې رب پکې خپل بنده ته ډېر نږدي وي، او بل روایت کې راغلي چې بنده پکې خپل رب ته ډېر نږدي وي. د دواړو تر منځه د توپیر په اړه میرک ویلي: دلته مراد هغه وخت دی چې رب پکې خپل بنده ته ډېر نږدي وي چې هغه د شپې وروستۍ برخه ده، او په هغه بل روایت کې د بنده د حالت په اړه وضاحت دی چې الله ته پکې ډېر نږدې وي؛ چې هغه د سجدې حالت دی.

التصنيفات

د دعا د قبلیدلو او نه قبلیدلو لاملونه