إعدادات العرض
إِنَّ مِنْ شِرَارِ النَّاسِ مَنْ تُدْرِكُهُ السَّاعَةُ وَهُمْ أَحْيَاءٌ، وَمَنْ يَتَّخِذُ الْقُبُورَ مَسَاجِدَ».…
إِنَّ مِنْ شِرَارِ النَّاسِ مَنْ تُدْرِكُهُ السَّاعَةُ وَهُمْ أَحْيَاءٌ، وَمَنْ يَتَّخِذُ الْقُبُورَ مَسَاجِدَ». «له خلکو څخه تر ټولو بد هغه دي چې قیامت پرې راشي او هغوی ژوندي وي، او هغه خلک چې له قبرونو څخه یې جوماتونه جوړ کړي دي
له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اورېدلي چې وییل یې: «إِنَّ مِنْ شِرَارِ النَّاسِ مَنْ تُدْرِكُهُ السَّاعَةُ وَهُمْ أَحْيَاءٌ، وَمَنْ يَتَّخِذُ الْقُبُورَ مَسَاجِدَ». «له خلکو څخه تر ټولو بد هغه دي چې قیامت پرې راشي او هغوی ژوندي وي، او هغه خلک چې له قبرونو څخه یې جوماتونه جوړ کړي دي».
الترجمة
ar bn bs en es fa fr id ru tl ur zh hi ku ha pt ml te sw ta si my de ja vi as sq sv cs gu yo ug tr prs ky or rw ne ro lt kn nl so sr uk wo mos ka az hu mk mgالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم د بدو خلکو په اړه خبر ورکوي چې دوی هغه خلک دي چې قیامت پرې قایم شي او دوی ژوندي وي، او هغه خلک چې له قبرونو څخه یې جوماتونه جوړ کړي وي، د قبرونو تر څنګ او یا یې لورې ته لمونځونه کوي.فوائد الحديث
پر قبرونو د جوماتونو جوړولو ممانعت؛ ځکه دا د شرک وسیله ده.
د قبرونو تر څنګ د لمونځ کولو حراموالی که څه هم ودانۍ ونه لري؛ ځکه مسجد د هر هغه ځای لپاره نوم دی چې سجده پکې کیږي، که څه هم ودانۍ پکې نه وي.
چا چې د نیکانو قبرونه جوماتونه ګرځولي تر څو پکې لمونځ وشي، نو هغه له بدو خلکو څخه دي، که څه هم داسې ګمان و کړي چې پدې کار سره الله جل جلاله ته نږدېوالی غواړي.
التصنيفات
د قیامت نښانې