?مَنْ يُرِدِ اللهُ بِهِ خَيْرًا يُصِبْ مِنْهُ». "د چا لپاره چې الله تعالی د خیر اراده وکړي، نو هغه- په مصیبتونو سره - امتحانوي

?مَنْ يُرِدِ اللهُ بِهِ خَيْرًا يُصِبْ مِنْهُ». "د چا لپاره چې الله تعالی د خیر اراده وکړي، نو هغه- په مصیبتونو سره - امتحانوي

له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «مَنْ يُرِدِ اللهُ بِهِ خَيْرًا يُصِبْ مِنْهُ». "د چا لپاره چې الله تعالی د خیر اراده وکړي، نو هغه- په مصیبتونو سره - امتحانوي".

[صحيح] [بخاري روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې کله الله تعالی خپل یو مومن بنده ته د خیر اراده وکړي نو هغه په خپل ځان، مال او کورنۍ کې په مصیبت وررسولو سره امتحانوي، ځکه چې پدې سره مؤمن الله تعالی ته په دعا کولو سره رجوع کوي، ګناهونه یې بخښل کیږي او درجې یې لوړیږي.

فوائد الحديث

مومن د ډول ډول آفتونو سره مخ کیږي.

مصیبت کله د بنده سره د الله تعالی د مینې او محبت نخښه وي، تر دې چې درجې یې لوړي کړي او ګناهونه یې وبخښي.

د مصیبت پر مهال د صبر غوښتنه او له فریاد څخه ډډه کول.

التصنيفات

د قضا او تقدیر مسألې