تا راڅخه د یو لوی عمل په اړه پوښتنه وکړه، او یقینا چې دا کار د هغه چا لپاره اسانه دی چې الله ورته اسان کړی وي

تا راڅخه د یو لوی عمل په اړه پوښتنه وکړه، او یقینا چې دا کار د هغه چا لپاره اسانه دی چې الله ورته اسان کړی وي

له معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: زه د پېغمبر صلی الله علیه وسلم سره په یو سفر کې وم، نو یوه ورځ د مزل پر مهال ورنږدې شوم، ورته مې وویل چې: اې د الله رسوله! داسې یو عمل راوښیه چې جنت ته پرې داخل شم او له اور نه پرې وژغورل شم، هغه وفرمایل: « تا راڅخه د یو لوی عمل په اړه پوښتنه وکړه، او یقینا چې دا کار د هغه چا لپاره اسانه دی چې الله ورته اسان کړی وي، د الله تعالی عبادت کوه او د هغه سره هېڅ شی مه شریکوه، لمونځ کوه، زکات ورکوه، د رمضان میاشت روژه نیسه، او د الله تعالی د کور حج وکړه» بیا یې وفرمایل: «آیا د خېر کارونو ته دې لارښوونه ونه کړم: روژه ډال دی، او صدقه ګناهونه داسې وژني لکه څنګه اوبه اور مړ کوي، او همدا رنګه یو سړی چې د شپې لمونځ (تهجد) کوي» وایې: بیا یې دا آیت ولوست«{تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ} یعنې: د دوى ډډې له خپلو خوب ځایونو نه لرې كېږي (د شپې لمانځه لپاره خپل خوب ځایونه پریږدي). تر دې چې {يَعْمَلُونَ}» ته ورسیده، بیا یې وفرمایل: « آیا زه تاسو ته د ټول اسلام د سر، ستنې او تر ټولو د لوړې څوکې په اړه احوال درنکړم؟» ما وویل: ولې نه اې د الله رسوله! ویې فرمایل: د دین سر اسلام او ستن یې لمونځ دی، او تر ټولو لوړه څوکه یې جهاد دی» بیا یې وفرمایل: "ایا زه تاسو ته د دې ټولو له جوهر څخه خبر درنکړم؟" ماوویل: ولې نه اې د الله نبي، نو خپله ژبه یې ونیوله او ویې فرمایل: «دا دې کنترول کړه» ما وویل: اې د الله نبی، آیا موږ په خپلو خبرو نیول کیږو؟ ویې فرمایل: « مور دې درباندې بوره شي اې معاذه! آیا د ژبې له بې ځایه خبرو بل څه هم شته چې له امله یې خلک پړمخه په اور کې ورغوځول کیږي؟!».

الشرح

معاذ رضي الله عنه وویل: زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په یو سفر کې وم، نو یوه ورځ د تګ پر مهال ورنږدې شوم ما وویل: اې د الله رسوله! داسې یو عمل راته وښایه چې جنت ته مې ننباسي او له اور څخه مې لرې کړي، هغه وفرمایل: تا له ما څخه د یو داسې عمل په اړه پوښتنه وکړه چې نفسونو ته یې تر سره کول لویه خبره ده او دا د هغه چا لپاره اسان دی چې الله ورته اسان کړی وي؛ نو د اسلام فرایض ادا کړه: لومړی چې: یوازې د الله تعالی عبادت کوه او له هغه سره هېڅ شی مه شریکوه. دویم: په شپه او ورځ کې په شرطونو، ارکانو، فرائضو او واجباتو برابر پنځه وخته لمونځونه کوه: سهار، ماسپښین، مازدیګر، ماښام او ماخوستن. دريم: له هر هغه مال څخه فرضي زکات وباسه چې یوې شرعي ټاکلې اندازې ته ورسیږي، دا یو مالي عبادت دی او مستحقو کسانو ته ورکول کيږي. څلورم: د رمضان روژه ونیسه چې هغه له سهار څخه تر لمر لوېدو پورې د عبادت په نیت له خوراک، څښاک او داسې نورو شیانو څخه ډډه کول دي چې روژه ماتوي. پنځم: د عبادت په نیت د مکې په لور بیت الله ته د حج د مناسکو د ادا کولو لپاره لاړ شه. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: آیا داسې یوه لار در ونه ښیم چې د کامیابۍ تر دروازو دې ورسوي؟ هغه دا ده چې د فرضو پسې نفلي عملونه تر سره کړه. لومړی: نفلي روژې، چې په ګناهونو له اخته کېدو څخه مخنیوی کوي، ځکه چې شهوت ماتوي او ځواک کمزوری کوي. دویم: نفلي صدقه او خیرات، ځکه چې صدقه ګناه له منځه وړي او اثر یې ختموي. دریم: د شپې په وروستۍ دریمه برخه کې تهجد لمونځ کول، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم دا آیت ولوست:{تتجافى جنوبهم} یعنې د تهجد کوونکو ډډې او اړخونه {عن المضاجع} له خوب ځایونو څخه جلا کیږی، {يدعون ربهم} ځکه چې خپل رب په لمانځه، ‌ذکر، د قران کریم تلاوت او دعا سره رابلي، {خوفا وطمعا ومما رزقناهم ينفقون، فلا تعلم نفس ما أخفي لهم من قرة أعين} په وېرې او تمې سره او له هغه (مال) نه، چې مونږ دوى ته وركړى دى؛ څه لګوي، نو هېڅ یو نفس ته معلوم نه دي هغه څه چې د دوى لپاره پټ كړى شوي دي، د سترګو له یخوالي څخه، یعنې د قیامت په ورځ او په تل پاتې جنتونو کې {جزاء بما كانوا يعملون} د هغو عملونو د بدلې په توګه چې دوى به كول. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: آیا زه تاسو ته د دین د بنسټ او هغې ستنې په اړه خبر درنکړم چې پرې ولاړ دی او تر ټولو لوړه څوکه یې ده؟ معاذ رضي الله عنه وویل: هو ( په اړه یې خبر راکړه ) اې د الله رسوله. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د دین سر: اسلام دی چې له دوه وو ګواهیو څخه عبارت دی او په دوی له انسان سره د دین بنسټ جوړیږي. او ستن یې: لمونځ دی، نو له لمانځه پرته اسلام نشته، لکه څرنګه چې کور (کوټه) له ستنو (دیوالونو) پرته نه جوړېږي؛ او تر ټولو لوړه څوکه یې جهاد او د دښمنانو سره په جګړه کې د الله جل جلاله د کلمې د پورته کولو لپاره زیار وېستل دي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: آیا زه تاسو ته د هغه څه د غښتلتیا او کره والي په اړه - خبر درنه کړم - چې پورته ذکر شول؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله ژبه ونيوله او ويې فرمایل: دا دې په خپل واک کې وساته او کوم څه چې درپورې اړه نه لري په اړه یې خبرې مه کوه. معاذ وویل: آیا زموږ رب به له موږ سره زموږ په خبرو حساب کوي او پرې مو نیسي؟! رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مور دې درباندې بوره شي! لدې وینا څخه یې موخه خیرا کول نه دي، بلکې دا د عربو له ویناوو څخه یوه ده او هغه مهال یې کاروي چې کله غواړي د یو چا پام راواړوي او یو څه ور وپېژني، بیا یې وفرمایل: آیا د ژبې له ناوړه ویناوو لکه: کفر، تور پورې کول، ښکنځل، غیبت، چغلي او بهتان پرته بل څه هم شته چې له امله یې خلک پړمخه په اور کې اچول کیږي.

فوائد الحديث

پر زده کړه د صحابه کرامو رضی الله عنهم ټینګار، له همدې امله يې له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه ډېرې پوښتنې کولې.

د صحابه کرامو رضي الله عنهم پوهه، پر دې چې عمل کول جنت ته د داخلېدو لامل دی.

کومه پوښتنه چې معاذ رضي الله عنه کړې وه، لویه پوښتنه وه، ځکه په حقیقت کې همدا د ژوند او وجود راز دی، ځکه په دې نړۍ کې هر موجود که بنی آدم دی او که پیریان؛ مقصد یې یا د جنت لور ته دی او یا د دوزخ، لدې امله دا پوښتنه یوه لویه پوښتنه وه.

جنت ته داخلېدل د اسلام د پنځو ارکانو په پوره کولو ولاړ دي، چې هغه عبارت دي له: دوه ګواهیو (د شهادت له دوو کلمو )، لمونځ، زکات، روژې او حج څخه.

د دين بنسټ، تر ټولو ارزښتناکه چاره او ستر واجب یوازې د یو الله عبادت دی چې شریک نه لري او هغه ذات په یووالي سره منل.

پر خپلو بندګانو د الله تعالی رحمت چې د دوی لپاره یې د نیکۍ دروازې پرانیستي ترڅو د ثواب او د ګناهونو د بخښنې اسبابو ته لاسرسی ولري.

د فرض لمونځونو له ادا کولو وروسته پر نفلي لمونځونو د تقرب فضیلت.

په اسلام کې لمونځ د هغه ستنې په څېر دی چې خیمه پرې ولاړه وي چې په لوېدو سره یې اسلام لوېږي، لکه څنګه چې د ستنې په لوېدو سره خیمه لوېږي.

د ژبې ساتنه له هغه څه څخه چې اړینه ده چې انسان ته په دین کې ضرر رسوي.

دژبې ساتل، په خپل اختیار کې ساتل او نیول د ټولو نېکیو اساس دی.

التصنيفات

اسلام