?إِنَّ الْحَلَالَ بَيِّنٌ وَإِنَّ الْحَرَامَ بَيِّنٌ

?إِنَّ الْحَلَالَ بَيِّنٌ وَإِنَّ الْحَرَامَ بَيِّنٌ

له نعمان بن بشير رضي الله عنه څخه روايت دی وايي چې: ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چې وییل یې: - او دلته نعمان رضي الله عنه خپلې دواړه ګوتې غوږونو ته پورته کړې، معنا دا چې په دواړو غوږونو مې ترې اورېدلي دي - : «إِنَّ الْحَلَالَ بَيِّنٌ وَإِنَّ الْحَرَامَ بَيِّنٌ، وَبَيْنَهُمَا مُشْتَبِهَاتٌ لَا يَعْلَمُهُنَّ كَثِيرٌ مِنَ النَّاسِ، فَمَنِ اتَّقَى الشُّبُهَاتِ اسْتَبْرَأَ لِدِينِهِ وَعِرْضِهِ، وَمَنْ وَقَعَ فِي الشُّبُهَاتِ وَقَعَ فِي الْحَرَامِ، كَالرَّاعِي يَرْعَى حَوْلَ الْحِمَى يُوشِكُ أَنْ يَرْتَعَ فِيهِ، أَلَا وَإِنَّ لِكُلِّ مَلِكٍ حِمًى، أَلَا وَإِنَّ حِمَى اللهِ مَحَارِمُهُ، أَلَا وَإِنَّ فِي الْجَسَدِ مُضْغَةً، إِذَا صَلَحَتْ صَلَحَ الْجَسَدُ كُلُّهُ، وَإِذَا فَسَدَتْ فَسَدَ الْجَسَدُ كُلُّهُ، أَلَا وَهِيَ الْقَلْبُ». "یقینا چې حلال څرګند او حرام څرګند دي، او ددې دواړو تر منځه هغه چارې دي چې حلال او حرام یې څرګند ندی (شکي چارې دي) چې ډېری خلک پرې نه پوهېږي، نو چا چې لدې شکي چارو څخه ځان وساته په حقیقت کې هغه خپل دین او عزت وساته، او څوک چې پدې شکي چارو کې ښکېل شو هغه په حرامو کې ولوېد، لکه یو چوپان چې د فصل (پټي) خواوشا رمه څروي نو - هره شېبه - شوني ده چې ورګډه شي او پکې وڅریږي - خبردار اوسئ چې هر پادشاه د ځان لپاره منع شوي ځایونه لري چې هلته ورننوتل منع وي - نو خبردار اوسئ چې د الله تعالی منعه شوي ځایونه د هغه محارم دي؛ یعنې هغه کارونه چې هغه حرام کړي دي، خبردار اوسئ چې په بدن کې د (غوښې) یو ټوټه ده، که هغه روغه وه ټول بدن روغ دی، او که فاسده وه نو ټول بدن فاسد دی، خبردار اوسئ چې هغه زړه دی".

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلى الله عليه وسلم د شيانو په اړه عمومي قاعده بیان کړې ده، چې په شريعت كې - شیان - په دريو برخو وېشل شوي دي: ښكاره حلال، ښکاره حرام او مشکوک شیان چې د حلال او یا حرام حکم یې څرګند ندی، او ډیری خلک یې له حکم څخه ناخبره دي. نو چا چې هغه مشکوک شیان پرېښودل، له حرامو څخه په لرې پاتې کېدلو سره یې دین وساتل شو، او ابرو او عزت یې هم د خلکو له خبرو څخه خوندي پاتې شو، ځکه چې له هغه څه نه یې ځان ساتلی چې کول یې خلک عیب ګڼي. او څوک چې له مشكوكو کارونو څخه ډډه ونكړي، نو يا خو به په حرامو كې واقع شي، او یا دا چې عزت به یې د خلکو له خبرو څخه خوندي پاتې نه شي. او رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه چا بېلګه بیان کړه چې شکمن کارونه کوي چې مثال یې د هغه چوپان په څېر دی چې خپله رمه د یو چا د ساتل شوي فصل خواوشا څروي، نو شوني ده چې رمه په نوموړې کرونده ورګډه شي، ځکه چې ورته نږدې ده، نو همدا مثال د هغه چا دی چې شکمن کارونه کوي، ځکه هغه پدې سره حرامو ته نږدې کیږي نو شوني ده چې په حرامو کې واقع شي. ورپسې رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې (د انسان) په بدن کې د غوښې یو ټوټه ده (چې هغه زړه دی) په روغ پاتې کېدلو سره یې بدن روغ وي او په فاسد کېدلو سره یې فاسدیږي.

فوائد الحديث

د شکمنو کارونو پرېښودلو ته لېوالتیا، او دا چې - شکمن کارونه هغه دي - چې د حلال او یا حرام حکم یې معلوم نه وي.

التصنيفات

شرعي حکم, د زړونو د أعمالو فضیلت, د نفسونو پاکوالی