إِذَا رَأَيْتُمُوهُ فَصُومُوا، وَإِذَا رَأَيْتُمُوهُ فَأَفْطِرُوا، فَإِنْ غُمَّ عَلَيْكُمْ فَاقْدُرُوا لَهُ».…

إِذَا رَأَيْتُمُوهُ فَصُومُوا، وَإِذَا رَأَيْتُمُوهُ فَأَفْطِرُوا، فَإِنْ غُمَّ عَلَيْكُمْ فَاقْدُرُوا لَهُ». "کله مو چې ولیده (میاشت)، نو روژه شئ، او کله مو چې ولیده نو بوزه شئ، او که چېرته درباندې ورېځ شوه نو حساب ورته ونیسئ

له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اورېدلي دي چې فرمایل یې: «إِذَا رَأَيْتُمُوهُ فَصُومُوا، وَإِذَا رَأَيْتُمُوهُ فَأَفْطِرُوا، فَإِنْ غُمَّ عَلَيْكُمْ فَاقْدُرُوا لَهُ». "کله مو چې ولیده (میاشت)، نو روژه شئ، او کله مو چې ولیده نو بوزه شئ، او که چېرته درباندې ورېځ شوه نو حساب ورته ونیسئ".

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د رمضان د میاشتې د داخلېدو او پای ته رسېدو د علامې په اړه وضاحت ورکړی او فرمایلي یې دي: کله مو چې د رمضان میاشت ولیده نو روژه شئ، او که چېرته ستاسو او د میاشتې تر منځ ورېځ راغله او درڅخه پټه شوه نو د شعبان د میاشتې دیرش ورځې وشمېرئ، او کله مو چې د شوال میاشت ولیده نو بوزه شئ، او که چېرته ستاسو او د میاشتې تر منځ ورېځ راغله نو د رمضان د میاشتې دېرش ورځې وشمېرئ.

فوائد الحديث

(د میاشتې) د داخلېدو لپاره د میاشتې په لیدو تکیه کول، نه پر محاسبې.

ابن المنذر پدې اړه اجماع رانقل کړې ده چې د رمضان د میاشتې روژه هغه مهال واجب نه ده چې یوازې حساب ورته ونیول شي او د میاشتې لیدل پکې نه وي.

د شعبان د میاشتې دېرش ورځې پوره کول هغه مهال واجب دي؛ کله چې د میاشتې د لیدو پر وړاندې ورېځې راشي.

قمري میاشت نهه ویشت او یا دېرش ورځې وي.

د رمضان میاشت هغه مهال دېرش ورځې روژه نیول واجب دي؛ کله چې د شوال میاشتې د لیدو پر وړاندې ورېځ او یا بل څه راشي.

څوک چې په داسې یو ځای کې وي چې د روژې په اړه د مسلمانانو د کتلو لپاره څوک نه وي او یا هم داسې خلک وي چې هغوی یې ضایع کوي، نو ده ته په کار دي چې دا مساله مراعت کړي او د هغه چا پسې وګرځي چې په خپل رویت روژه نیسي او یا یې د داسې یو چا په رویت نیسي چې اعتبار پرې لري؛ نو پر همدې اساس به هم روژې نیسي او هم به یې بوزه کوي.

التصنيفات

د میاشتې لیدل