إِنَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ حَرَّمَ بَيْعَ الخَمْرِ، وَالمَيْتَةِ وَالخِنْزِيرِ وَالأَصْنَامِ

إِنَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ حَرَّمَ بَيْعَ الخَمْرِ، وَالمَيْتَةِ وَالخِنْزِيرِ وَالأَصْنَامِ

له جابر بن عبد الله رضي الله عنهما څخه روایت دی چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې په مکه کې یې د فتحې په کال ویېل: «إِنَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ حَرَّمَ بَيْعَ الخَمْرِ، وَالمَيْتَةِ وَالخِنْزِيرِ وَالأَصْنَامِ»، فَقِيلَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَرَأَيْتَ شُحُومَ المَيْتَةِ، فَإِنَّهَا يُطْلَى بِهَا السُّفُنُ، وَيُدْهَنُ بِهَا الجُلُودُ، وَيَسْتَصْبِحُ بِهَا النَّاسُ؟ فَقَالَ: «لاَ، هُوَ حَرَامٌ»، ثُمَّ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عِنْدَ ذَلِكَ: «قَاتَلَ اللَّهُ اليَهُودَ إِنَّ اللَّهَ لَمَّا حَرَّمَ شُحُومَهَا جَمَلُوهُ، ثُمَّ بَاعُوهُ، فَأَكَلُوا ثَمَنَهُ». «الله تعالی او رسول یې د شرابو، مردارې، خنزیر او بُتانو خرڅول حرام کړي دي، نو وویل شو چې: ای د الله رسوله! د مردارې د وازږو په اړه خبر راکړه (چې حکم یې څه دی) ځکه په هغې سره بیړۍ غوړېږي او پوستکو ته پرې رنګ ورکول کیږي (غوږیږي چې د وچېدو مخنیوی یې وکړي) او خلک پرې څراغونه روښانه کوي؟ نو هغه وویل: «نه، هغه حرام دي»، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې وخت کې وفرمایل : «الله تعالی دې یهودان تباه کړي، کله چې الله تعالی (د چارپايانو) وازګې حرامې کړې، نو دوی ویلې کړې، بیا یې خرڅې کړې او پېسې یې وخوړې».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

جابر رضي الله عنه په مکه کې د فتحې په کال له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې ويل ئې: الله او رسول یې د شرابو، مردارې، خنزیر او بُتانو خرڅلاو حرام کړی دی، نو وویل شو چې ای د الله رسوله! آیا مونږ ته روا دي چې د مردارې وازګې خرڅې کړو؟ ځکه په هغې سره کښتۍ غوړېږي، پوستکي پرې رنګیږي او خلک پرې څراغونه روښانه کوي، نو هغه وفرمایل: نه، خرڅول یې حرام دي، بیا په دې وخت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله تعالی دې یهود هلاک کړي او خپل لعنت دې پرې راولېږي؛ کله چې الله تعالی پرې د حیواناتو وازږې حرامې کړې دوی ویلې کړې، بیا یې د هغې غوړ خرڅ کړل او پیسې یې وخوړې.

فوائد الحديث

نووي فرمایلي: پدې مسلمانانو اجماع کړې ده چې مرداره، شراب او خنزیر، هر یو له دې څیزونو څخه حرام دي.

قاضي ویلي: لدې حدیث څخه معلومیږي چې د کوم حیوان غوښه نه خوړل کیږي او ګټه ترې نه اخېستل کیږي، نو خرڅول یې هم روا نه دي او نه یې د قیمت خوړل روا دي، لکه څرنګه چې د یادو شوو وازګو په اړه په حدیث کې یادونه شوې ده.

ابن حجر فرمایلي: د دې مفهوم په څرګند ډول د هغه د تفسیر قوت څرګندوي چې د "حرام" څخه مراد پلورل دي، نه کارول.

هره هغه حیله (چل) چې د حرام د حلالو لامل ګرځي هغه باطله ده.

نووي وایي: علماوو فرمایلي: په عامه توګه د مړو څارويو د خرڅولو د حرمت په اړه دا هم دي چې د کافر د جسد خرڅول حرام دي، کله چې هغه موږ ووژنو او کافرو یې د اخېستلو غوښتنه وکړي او يا يې هم د هغه په ​​بدل کې تاوان ورکاوه، په حدیث کې راغلي دي چې: نوفل بن عبدالله المخزومي د خندق په ورځ د مسلمانانو له خوا ووژل شو، نو کفارو یې د جسد په مقابل کې لس زره درهمه پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته وړاندیز وکړ، نو هغه قبول نه کړل او جسد یې هغوی ته وسپاره.

التصنيفات

هغه چې له څارویو او مرغانو څخه حلال او یا حرام دي