إعدادات العرض
خبر راکړئ چي که ستاسو څخه د يو چا د دروازې په خوله کې یو نهر وي چي هغه پکې د ورځې پنځه ځلي غسل کوي، نو څه وايئ چې په هغه کي به څه خیری پاتې شي؟
خبر راکړئ چي که ستاسو څخه د يو چا د دروازې په خوله کې یو نهر وي چي هغه پکې د ورځې پنځه ځلي غسل کوي، نو څه وايئ چې په هغه کي به څه خیری پاتې شي؟
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي یې چې فرمایل یې: «خبر راکړئ چي که ستاسو څخه د يو چا د دروازې په خوله کې یو نهر وي چي هغه پکې د ورځې پنځه ځلي غسل کوي، نو څه وايئ چې په هغه کي به څه خیری پاتې شي؟» هغوی وویل: نه هیڅ خیری به یې پاتې نه شي، ویې فرمایل: همدا د پنځه وخته لمونځونو مثال دی، چې الله جل جلاله پرې ګناهونه پاکوي».
[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Kurdî Português සිංහල Svenska ગુજરાતી Yorùbá Tiếng Việt Hausa Kiswahili অসমীয়া دری Кыргызча or नेपाली Čeština Română Nederlands Soomaali తెలుగు മലയാളം Српски Kinyarwanda ಕನ್ನಡ Lietuvių Wolof Українська ქართული Moore Magyar Shqip Македонски Azərbaycan አማርኛ Malagasy Oromoo Deutsch ไทย मराठी ਪੰਜਾਬੀ O‘zbek Italiano ភាសាខ្មែរالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم په شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځونه د کوچنيو ګناهونو په پاکولو کې د یو نهر په شان بللي دي چې د یو چا د کور په دروازه کې وي او هره ورځ پکې پنځه وخته غسل کوي، نو هیڅ خیری به پکې پاتې نه شي.فوائد الحديث
دا فضیلت د کوچنیو ګناهونو د کفارو لپاره ځانګړی دی، خو د لویو ګناهونو لپاره توبه ویستل حتمي دي.
د پنځه وخته لمونځونو فضیلت او د شرطونو، رکنونو، واجباتو او سنتونو سره یې ادا کولو ته پاملرنه.
التصنيفات
د لمانځه فضیلت