?مُرُوا أولادكمِ بالصلاةِ وهم أبناءُ سبعِ سِنينَ، واضرِبوهم عليها وهم أبناءُ عَشرٍ، وفرِّقوا بينهم في المَضاجِعِ».…

?مُرُوا أولادكمِ بالصلاةِ وهم أبناءُ سبعِ سِنينَ، واضرِبوهم عليها وهم أبناءُ عَشرٍ، وفرِّقوا بينهم في المَضاجِعِ». «خپلو اولادونو ته په اووه کلنۍ کې په لمانځه امر وکړئ، او (د نه کولو په صورت کې یې پرې ووهئ) کله چې لسو کلونو ته ورسیږي، او د خوب ځایونه یې سره جلا کړئ

له عمرو بن شعیب رضي الله عنه څخه روایت دی هغه له خپل پلار او هغه له خپل نیکه څخه روایت کوي وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مُرُوا أولادكمِ بالصلاةِ وهم أبناءُ سبعِ سِنينَ، واضرِبوهم عليها وهم أبناءُ عَشرٍ، وفرِّقوا بينهم في المَضاجِعِ». «خپلو اولادونو ته په اووه کلنۍ کې په لمانځه امر وکړئ، او (د نه کولو په صورت کې یې پرې ووهئ) کله چې لسو کلونو ته ورسیږي، او د خوب ځایونه یې سره جلا کړئ».

[صحيح] [ترمذی روایت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چې پلار بايد خپلو - نارینه او ښځینه و -اولادونو ته په لمانځه امر وكړي کله چې اووه كلن شي او دا چې هغه کارونه وروښایي چې د لمانځه کولو لپاره ورته اړتیا لري. او کله چې لس کلنۍ ته ورسېږي، خبره یې نوره هم زياته کړې ده، هغه دا چې وهي به یې کله چې په لمانځه کې کوتاهي وکړي، او دا چې د خوب ځایونه یې سره جلا شي.

فوائد الحديث

بلوغ ته له رسیدو څخه مخکي اولادونو ته ديني چارې ورښودل چي تر ټولو مهم يې لمونځ دی.

وهل د ادب لپاره وي، نه د شکنجې کولو لپاره، نو باید په داسې ډول ووهل شي چې له حالت سره یې سم وي.

عزت او ناموس ساتنې ته د شریعت پاملرنه او دا چې هره هغه لار یې بنده کړې ده چې د فساد لامل ګرځي.

التصنيفات

د لمانځه فرضیت او د پریښودونکي حکم یې